دویښتانو تویدل

د ویښتو توییدل ، چې د الوپیسیا یا ګنجي کیدلو په نوم هم پیژندل کیږي ، د سر یا بدن څخه د ویښتو کمیدلو ته اشاره کوي. دا یو ډیر عام حالت دی او په ځینو وختونو کې د ډیری خلکو په ژوند ژوره اغیزه کوي.

لاملونه:
—دهورمونونو بدلون
—دسرطان ناروغي
—دزړه ناروغي
—خفګان
—او په زیاته کچه د ویټامین Aکارول

نښې نښانې:
دویښتانو ناڅاپه نرمیدل او دبښپړ بدن دویښتانو له لاسه ورکول او همدارنګه دسر په پوستکي کې داغونه را پیدا کیدل کوم چي ورو ورو خپریږي…

درملنه:
①دپیازو اوبه:
یو پیاز په سمه توګه پرې کړئ او اوبه ترې اوباسئ دهغه څخه وروسته یې دګوتو په واسطه په خپل سر باندې ووهئ او نرم مساج ورکړئ ترڅو چي پوستکي ته ځان ورسوي وروسته له دې یې د پنځلس دقیقو لپاره پریږدئ او پنځلس دقیقې وروسته یې ومینځئ دا کړنه هره ورځ تکرار کړئ چي دسر دپوستکي دکلکوالي لامل کیږي.

②هوږه
دهوږې یو څو پلي میده کړئ او دناریال یا کوپرې غوړي ورسره اضافه کړئ مخلوط دیو څو دقیقو لپاره جوش کړئ پریږدئ چي یو څه یخ شي دهغه څخه وروسته یې په سر مساج کړئ او شل دقیقې وروسته مو ویښتان ووینځئ.

③الویرا:
دالویرا جیل یا اوبه په سر باندې تطبیق کړئ

④هګۍ:
دیوې هګۍ سپین را واخلئ او دیوې کاشوغې زیتون سره یې په سمه توګه مکس کړئ دهغه څخه وروسته یې په پاکو یعني مینځل شویو ویښتانو ووهئ او شل دقیقې یې پریږدئ چي جذب شي دهغه څخه وروسته مو دوهم ځل خپل ویښتان ووینځئ.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.