دقيامت د ورځي د راتلو کوچني نښي

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

خلګ به بيت المال خپل ملکيت وبولي او زکوة به د خپلي سرمايې کمي او تاوان بولي، او امانت به خپل مال ګڼي اونارينه به دخپلي ښځي خلاف شرعي کارونو کي فرمان برداره وي. د مورنافرماني به کوي او پلار به پردى بولي او پرديو خلګو ته به دخپل دوست په ستر ګه ګوري او د دين علم به د دنيا د ګټو د پاره حاصلوي.

 ملک او حکومت به د داسي خلګو په لاس کي ولويږي چي په ټولو کي به کم اصله وي او هم دارنګه بد اخلاقه به وي او کم خلګ چي ديو کار لياقت ونه لري هغه ته به هغه کارونه سپارل کيږي چي هغه ددې کارلياقت بيخي لري نه او خلګ به د ظالم عزت په دې ډول سره کوي چي د هغه څخه بيريږي چي ده ته کمه صدمه اوضرر  ونه رسوي او هم به  شراب په عامه او برملا  په عام محضر کي چيښل کيږي او همدارنګه به په عا م ډول ښځي نڅاوي کوي او هم به سندري او نڅاوي يو عام رواج وګرځي او ساز، سروز، طبله، باجه او داسي نوري د سروز الې به  په تيزۍ سره پر مختګ وکړي او هم به ساز او سروز، رقص اونڅا ته د يو هنر په سترګه ګوري او هم به علماء کرامو ،نيکانو او بزرګانو ته په سپکه ويل شروع کړي.

هر مسلمان ورور او خو ر بايد دهمداسي غيري اسلامي غيري شرعي کارونو څخه ځانونه وساتي تر څو د اخيرت د شرمنده ګۍ او هم د اخيرت د عذابونو څخه خپل نازنين او لادونه او خپل نازولۍ بشر وژغوري نو که داسي کارونه عام سي نو به دعذابونو انتظارباسو.

په دې اړه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي :  چي په داسي وخت کي  د داسي عذابونو انتظار وباسۍ  لکه  سره سيلۍ به راسي ، سرې دوړي به راسي ، بعضي خلګ به په مځکه ننو زي ، د اسمانه څخه به ډبري را  اورېږي ، شکلونه به  د انسانانو  بدل سي  د خنزيرانو په شان ، لکه څرنګه  ، چي د پېل سوو  دانو تار چي پرې سي نو ټوله داني يې يو په بل پسي راتوئ سي.

نو الله ج  دي موږ ټوله د داسي غيري شرعي او غيري اسلامي کارونو څخه په خپل فضل او کرم سره په امان کړي.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.