دری کلن ماشوم د مکمل قرآنکريم حافظ

«عبدالرحمن فارج» درې کلن الجزايري ماشوم په اوس وخت کې په ټوله نړۍ کې د قرآنکريم وړوکی حافظ شميرل کيږي .

عبدالرحمن قرانکريم د خپلې مور او همدارنګه تلوزيون څخه حفظ کړی دی د ده لقب (مسرور) يعنی خوشحاله دی هغه تقريباً ټول قرآنکريم په صحيح توګه ياد کړی دی او بدون له کوم مشکل يې تلاوت کوي او حتی د تجويد ډير کوچنې قواعد هم رعايت کوي .

مور او پلار يې د ده د ځنو اخلاقو او عجيب سلوک په باره کې وايي : ډير ماشومان د لوبو په وخت کې خوشحاله وي مګر «عبدالرحمن» چې کله د قرآنکريم آواز آوروي نو خوشحاله شي ،تبسم کوي او خوله خلاصوي .

د«عبدالرحمن» مور د الشروق الجزاير ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال د قرآنکريم د حفظ د څنګوالی په باب وويل : کله چې زه حامله وم د قرآنکريم تلاوت به مې کولو او هره اونې به مې د جمعې په ورځ  سورت (الکهف ) ويلو او هره ورځ به مې دوه سورتونه  (الناس ) او (فلق ) او همدارنګه سوره (تبرک الذی ) تلاوت کولو .

هغه زياتوي : د عبدالرحمن د زږيدلو وروسته  به مې هره ورځ  د قرآنکريم د تلاوت خپرونه نيوله چې په دې سره  د هغه غوږونه او بدن مې د کلام الله مجيد سره بلدول . علاوه له هغه کوم ذکر او دعا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د مستحبابو په توګه او يا حتی د ورځنيو وظايفو په توګه مونږ ته رسيدلي دی ويل به مې تر څو هغه به د قرآنکريم د آیايتونو او د الله تعالی د ذکر په زمزمه کولو سره بيده کيده .

 د قرآنکريم د حفظ کولو د دقيقي مودې په اړه د عبدالرحمن مور زياتوي : د عمر په دوه کلنۍ کې کوم سن کې چې ماشومان لوبې کوي ما هغه ليدلو چې د قرآنکريم آيتونه په پې له ځانه سره زمزمه کول او د قرآن نه بغير به يې له هيڅ شی سره مينه او محبت نه کولو او کله به مې چې وغوښتل د کارتون خپرونه ورته ونيسم هغه به يې نه قبلوله او له ما نه به يې غوښل چې قرآني شبکې خپرونه پريږده .

په آخر کې ويلاې شو چې دغه وړوکی ماشوم حافظ په اوسني عصر د الله تعالی د قدرت د نښانو څخه يوه نښه ده .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.