دتعمیرونو خط اچونه (Building Layout)

لیکنه: انجینیر صفت الله (صفت)

د ځمکې پرمخ د نقشې سره سم د طرحه شوی ساختمان د تهداب د پلان ترسیم ته ‌B.L وایی.

یا په بل ډول د طرحه شوی نقشې او د اړونده ساحې د شرائطو سره سم د یو ساختمان د دری واړه اړخونو د صحیح ځای په ځای کولو تخنیک دی. چې هدف یی د ځمکې پرمخ د اړونده تعمیر  جهت ، له ځمکې څخه د عمودی عناصرو د سطحې لوړوالی او د کونجونو د زاویو برابرول دی.نوموړی کار د سروې د ساده وسائلو لکه متر، پایپ لیول او مختلف الزاویه مثلثونو او شکلونو څخه نیولې بیا تر Total Station او  GPSپورې ترسره کیدای شی.خو اساسی هدف د د قیقې فاصلې،زاویې او ارتفاع انتقال او ځای پرځای کول دی.

دا چې تعمیر په یو ځانګړي موقیعت کې ځای نیسی نو د هغه د موقیعت ټاکلو لپاره له لاندې دوه ممکنو لارو له یوې څخه استفاده کیدای شی:

  1. د تعمیر دکونجونو فاصلې او ارتفاع له دوه ثابتو نقطو څخه په نښه شی.

    sifat
    ۲. د تعمیر د کونجونو فاصله او ارتفاع له یوې نقطې او زاویه یی له یو ثابت جهت څخه په نښه شی.

    sifat.1
    البته هغه ځایونه چې موقیعت یی ډیردقیق وی د یوې تړلې شبکې څخه استفاده کوی تر څو وکولای شی اړونده موقیعت له دوه خواو کنترول او د اشتباه د تر سره کیدو مخنیوی وکړای شی.

    sifat2
    د دې لپاره چې په خط اچونه ښه پوه شو لاندې تخنیکی اصطلاحات باید تعریف او وپیژنو.ثابتې نقطې (permanent points):ثابتې نقطې دوه ډوله دی:

    1. دائمی: هغه نقطې دی چې ارتفاع یی نسبت د بحر سطحې ، جهت یی شمالی قطب او فاصله یی طول البلد او عرض ته ټا کل شوی وی.
    2. مؤقتی:هغه نقطې دی چې ارتفاع ،فاصله او جهت یی نسبت نورو فرضی نقطو او جهتونو ته ټاکل شوی وی.

    په لویو او لوړ اهمیته پروژو کې د اړونده ساختمانونو موقیعتونه باید اوږد مهاله نقطو ته وټا کل شی، خو دا کاربیا په کوچنیو پروژو کی لنډ مهاله او نسبی ثابتو نقطو څخه ترسره کیدا ی شی.

    sifat3

    اساسی خط (Baseline): هغه اساسی خط دی چې له هغې څخه د تعمیر د کونجونو فاصلې ښودل شوی وی او یا د خط اچونې پروخت د کونجونو موقیعت ورڅخه تطبیق شی. دا خط کیدای شی چې دسړک مرکزی خط ، دهغه د ویالې څنډه او یا په ساده ډول د دوه فرضی نقطو ترمنځ خط وی.څرنګه چې نوموړی خط تل ثابت اوپه خپل ځای وی نو د نقاطو په ټاکلو کې د اشتباه احتمال کموی.

    افقی کنترولوونکی نقطې (Horizontal control points): هغه نقطې دی چې د نورو نقطو مختصات ورڅخه کنترولیږی.یعنې له هغوی څخه د هر کونج د نقطو فاصله او زاویه په دقیق ډول انتقال او د کار په جریان کې کنترولیږی. دوی خپله په یو معین او نسبتاً دایمی ځای کې د اړونده چارواکو له خوا ټاکل کیږی او د ثبت شوی شمالی عرض البلد N او شرقی طول البلد E درلودونکی وی.
    sifat4
    عمودی کنتروونکی نقطې (Vertical control points): هغه نقطې دی چې له هغوی څخه د تعمیر عمودی ابعاد کنترولیږی. او کیدای شی د بحر او یا بلې نسبتاً ثا بتې نقطې څخه وټاکل شی. دوی دائمی ثابتې نقطې دی چې ارتفاع یی د بحر له سطحې څخه ثابته ویی

  2. Batter board and offset pegs: د تعمیر د کونج د نقطو څخه لږ لیرې ولاړو تختو ته وایی.چې د کار ترآخره د مرکزې خط او اړونده پنډوالو د خط اچونې او کنترول لپاره درول کیږی.

    د تعمیر په خط اچونه کې باید لاندې ټکی په پام کې ونیول شی:

    1. په نقشه کې ښودل شوی شمال جهت جغرافیایی شمال ته برابرشی، خو کله کیدای د ساحې موقیعت ته په کتو سره دا کار د تطبیق وړ نه وی.
    2. تعمیر په داسې ځای کې ځای ونیسی چې نسبت خپلې شاوخوا ته لوړوی.
    3. له ځمکې څخه د تعمیر فرش لږ ترلږه 45cm لوړوی.
    4. سړک ته د نږدیوالی په صورت کې د ښاروالۍ او ښارجوړولو د قوانینو په پام کې نیولوسره د لاندې مطابق فاصله مراعات شی.
      sifat5

      1. تعمیر داسې ځای په ځای شی چې د راتلونکی انکشاف لپاره ځای ولری.
      2. د ساحې د محدودیت په صورت کې عامه لاره تنګه نه کړی.
      3. د کونجونو د قایمه زاویو لپاره د فیثاغورث له قضیی او یا له قایمه الزاویه مثلث څخه دا لاندې شکلونو مطابق کار واخیستل شی.
دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.