پوښتنه : په استسقاء کې دجماعت شرعاڅه حکم دى ؟ اولمونځ څخه وروسته دخطبې اوقلب رداء ( يعنې څادر اړولو ) څه حکم دى . دامام اعظم ابوحنيفه رحمه الله په دې باره کې څه قول دى . اودصاحبينورحمهماالله تعالى پکې څه اختلاف دى . اوفتوى په کوم قول باندې ده ؟
ځواب : په استسقاء کې امام اعظم صاحب جماعت مسنو نه وايي اومنع هم نه وايي . بلکه دندب اواستحباب قائل دى . ولې چې شامي کې دي . ( والظاهران الرمراد للندب والاستحباب لقوله فى الهداية قلناانه فعله عليه السلام مرة وترکه اخر فلم يکن سنة اه لان السنة ماواظب عليه والفعل مرة مع الترک اخرى يفيد الندب تامل شامي ج١ ص ٧٩١ .ط . س. ج٢ ص ١٨٤ )
نو هر کله چې داستسقاء دلمونځ جماعت دامام صاحب په نزدمندوب اومستحب دى . اودصاحبينوپه نزدسنت دى . نوبهتره داده . چېداستسقاء لمونځ سره اوکړى اوخطبه هم اولوستى شي . ( قال الشامي وقال محمدرحمه الله يصلى الامام اونائبه رکعتين کمافى الجمعة ثم يخطب يسن له ذلک والاصح ان ابايوسف رحمة الله عليه وسلم ومحمد رحمه الله شامي ج١ ص ٧٩١ ط.س. ج ٢ ص ١٨٤ ) غرض داچې دخطبې سنيت يااستحباب على الاختلاف القولين . داستسقاء جماعت سنيت يااستحباب سره متلازم دى . دامام صاحب په نزدجماعت مستحب اومندوب دى. ( کمايظهر عن الاستدﻻل بفعله عليه السلام مرة وترک اخرى ) اوصاحبين هر کله چې دجماعت دسنيت قائل دي . نوخطبې ته هم مسنون وايي . اوهرکله چې معلومه شوه . چې مفتى به قول دصاحبينودى . نومسنون دي . چې داستسقاء جماعت سره دخطبې اداء کړى شي . جماعت سره داستسقاء لمونځ کول اوبياخطبه ترک کول دايوه نوې خبره ده . کومه چې په هيڅ يومذهب اوقول باندې نه چسپانيږي . ( څادراړول هم ثابت دي ) ( وقد نقل فى الشامي ان في قلب الرداء الفتوى علىقول محمدفعل ذلک وعليه الفتوى کما في شرح در البحار.ط. س. ج. ٢ ص ١٨٤ اوکمالوافتوافي حياتهم مقدمة درمختار( على هامش ) ص ٧٢ وفيه ايضاواما العلامات للافتاء فقوله وعليه الفتوى وبه يفتى وبه ناخذمقدمه درمختار.ج ١ ص ٦٦ وص ٦٧ . وفى الشامي وعن هذا تراهم يرجحون قول بعض اصحابه على قوله کمارجحوا قول زفررحمه الله وحده في سبع عشرة مسئلة فتتبع مارجحوه لانهم اهل النظرفي الدليل فقط ) والله اعلم