دا پنځلس کړنې ستاسو ژوند له منځه وړي

 کله چې بښنه نه کوﺉ، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ، نباید ژوند ډېر زیات جدي ونیسي، ډېری وخت نور تاسو خواشیني کوي او دغه راز ډېری وخت تاسو نور خواشیني کوﺉ. په زړه کې کینه ساتل او غوسه اوسېدل مو ړندوي او نه پرېږدي، هغه څیزونه، چې واقعاً په ژوند کې مهم دي وې وینﺉ.

 کله چې هغه کارته، چې ورسره مینه نه لرﺉ، دوام ورکوﺉ، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.

کله وخت په دې دلیل په کار کې پاتې کېږﺉ، چې غواړﺉ د هرې میاشتې په وروستیو کې معاش تر لاسه کړﺉ، خو ولې خپله نېکمرغي له ګواښ او خطر سره مخامخ کوﺉ او پر ځای د دې چې د اوس لپاره اندېښمن واوسﺉ، ولې د راتلونکې په اړه فکر ونه کړﺉ، چې آزاد او خوشاله به وﺉ؟

 کله چې نور څه فکر کوي درته مهم وي، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.

په ډاډ سره ویلی شم، چې نه شﺉ کولای ټول انسانان خوشاله او راضي وساتﺉ، دا چې د نورو خبرې او افکار درته مهم وي، یوازې تشوي مو، ځکه هغوی تل تاسو ناهیلي کوي.

 کله چې خپل وخت بېځایه تېروﺉ، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.

هڅه مه کوﺉ، چې په تمه کېنﺉ، ترڅو هر څه په ښو شرایطو کې مېشت شي، چې کړنې ترسره کړﺉ، له خپله ځایه پورته شﺉ او هر هغه کار، چې د ژوند د ښه کولو لپاره مو اړین وي ترسره یې کړﺉ.

 کله چې په خپل ځان باندې پام نه کوﺉ، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.

بدن مو د بریا په لور ستاسو یوه وسیله ده، له بدن سره سم چلند کول، ښه خواړه خوړل، د ژوند د سمې بڼې لرل، نه یوازې په راتلونکې ستاسو د روغتیا ضمانت کوي، بلکې په خپل ځان باندې مو باور هم زیاتوي.

 کله چې له هر څه څخه شکایت کوﺉ، خپل ژوند له منځه وړﺉ.

له شکایت سره ژوند کول تاسو هېڅ ځای ته نه رسوي، یوازې ناهیلی، ستړی او غوسه کوي مو.

 کله چې له افسوس او پښېمانۍ سره ژوند کوﺉ، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.

تېر د بدلون وړ نه دی، له هغه څخه درس واخلﺉ او ترې تېر شﺉ. په افسوس او پښېمانۍ سره ژوند کول یوازې مثبته انرژي مو اخلي او د دې سبب ګرځي، چې هغه امکانات ونه وینﺉ، کوم چې ستاسو په مخکې پراته دي.

 کله چې د خپل ژوند لپاره ناسم شریک ټاکﺉ، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.

له دې څخه هېڅ څیز ورانونکی نه دی، چې له هغه چا سره خپل ژوند شریک کړﺉ، چې نه مو ستایي او د خوشالۍ سبب مو نه دی.

 کله چې خپل ځان له نورو سره پرتله کوﺉ، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.

موږ ټول ځانګړي انسانان یو، ولې خپل ځان له هغو کسانو سره پرتله کړو، چې له موږ سره برابر نه دي؟

کله چې فکر کوﺉ، پیسې مو نېکمرغه کوي، خپل ژوند له منځه وړﺉ.

پیسې تاسو ته آزادي در په برخه کوي، خو په ژوند کې ډېر ساده څیزونه شته، چې خوشاله کوي مو او هېڅ پیسو ته هم اړتیا نه لري. دا چې په ژوند کې ټول پام شتمنۍ او پیسو ته ور واړوﺉ، نو ستړي کوي مو.

 کله چې شکر کوونکي او منندوی نه یاست، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.

شکر کوونکی اوسېدل، یانې د هغو څیزونو په ارزښت باندې پوه شﺉ، کوم چې لرﺉ یې. که په خپلو شته څیزونو باندې شکر وکړﺉ، نو دنننۍ آرامتیا ته رسېږﺉ.

 کله چې په ناسمه اړیکه کې پاتې کېږﺉ، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.

د بدو دوستانو لرل واقعاً بد دي، خو له هغو دوستانو سره په اړیکه کې اوسېدل، چې ستاسو فردي ارزښت را ټیټوي، نو تباه به مو کړي.

 کله چې بد بین او منفي فکر لرونکی یاست، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.

تل باید خوشبین واوسﺉ، چې اوضاع ښه کېږي، نه شﺉ کولای، چې تل منفي فکر وکړﺉ او له هرې ښې پېښې سره، چې مخامخ کېږﺉ، محکومه یې کړﺉ.

 کله چې له یوه دروغ سره ژوند کوﺉ، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.

ډېری کسان داسې ژوند پر مخ بیايي، چې په دوی پورې هېڅ تړاو نه لري، هغوی تل تظاهر کوي او دروغجن ژوند لري، باید د هغه په اړه، چې واقعاً یاست رښتیني واوسﺉ او له هغه سره سم ژوند وکړﺉ.

 کله چې د هر څه په اړه خواشیني او اندېښمن یاست، نو خپل ژوند له منځه وړﺉ.

هڅه وکړﺉ، چې د هغو څیزونو په اړه خواشیني او اندېښمن ونه اوسﺉ، چې په ټول ژوند کې مو ارزښت نه لري، په هر حال تاسو د ټولې نړۍ د ستونزو د حل مسؤول نه یاست.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.