د ګاونډې سره ادب او احترام
د اسلام د ټولنيزو حقوقو څخه يو دا دی چې مسلمان به خپل ګاونډې ته هيڅ قسم ضرر نه رسوي ، والدين به خپلو اولادونو ته نصيحت کوي چې ګاونډيانو ته به ضرر او تکليف نه رسوي ، هغوی ته به ښنځل نه کوي ، د هغوی د اولادونو سره به جنګ نه کوي ، د هغوی کور ته به ډبرې نه ولي ، بې ضرورته به بام ته نه خيږي د هغوی کور ته به نه ګورې او د هغوی بې احترامي به نه کوي .
له ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې:رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:« واللَّهِ لا يُؤْمِن، واللَّهِ لا يُؤْمِن، واللَّهِ لا يُؤْمِن » قِيل: منْ يا رسولَ اللَّه؟ قال:« الَّذي: لا يأْمنُ جارُهُ بَوَائِقَهُ» (متفق عليه).
ژباړه : په الله قسم مؤمن نه دي په الله قسم مؤمن نه دی په الله قسم مؤمن نه دی. وویل شول څوک یا رسول الله صلی الله علیه وسلم؟ ویې فرمایل: هغه څوک چې ګاونډی یې له شر څخه په امن نه وی.
او د مسلم شريف په يو روايت کې راغلي : « لا يَدْخُلُ الجنَّة مَنْ لا يأْمنُ جارُهُ بوَائِقهُ»
ژباړه : جنت ته نشي تلی هغه څوک چې د ضرر څخه يې ګاوندې په امن نه وي .