د کرايي کور پريښودو په صورت کې د يوې مياشتې اضافي کرايه ورکول

السلام عليكم ورحمة الله كه يو څوك كور به كرايه وركړي أو قرارداد كي وليكي جي كه خوك له قرارداد مخكي وخي يايي د کور خاوند مخکی له قرارداد وباسی نو د یوی میاشتی کرایه به تاوان ورکوی دشریعت له مخی دا دیوی میاشتی کرایه جایز ده هر جانب ته چی وی که نه؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د کوم عذر پرته د اجارې يا کرايې په عقد باندې وفا کول واجب دي ، لقوله سبحانه وتعالی [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ

] .

مګر د عذر په حالت کې د اجارې د عقد فسخ کول جايز دي په دې صورت کې د څه مالي عوض اخيستل (د احنافو په نزد ) جايز نه دي .

عذر لکه : د کرايه نيونکي مفلس کېدل ، يا د ضرورت په وجه بل ځای ته کډه کول او يا د کرايه ورکونکي د کور خرڅولو ته ضرورت پيدا کېدل .

تفسخ الإجارة بالأعذار عند الحنفية؛ لأن الحاجة تدعو إلى الفسخ عند العذر؛ لأنه لو لزم العقد عند تحقق العذر للزم صاحب العذر ضرر لم يلتزمه بالعقد. والعذر: هو ما يكون عارضاً يتضرر به العاقد مع بقاء العقد، ولا يندفع بدون الفسخ. قال ابن عابدين: كل عذر لا يمكن معه استيفاء المعقود عليه إلا بضرر يلحقه في نفسه أو ماله يثبت له حق الفسخ.

اعذار : عذر من جانب المستأجر: مثل إفلاس المستأجر،عذر من جانب المؤجر: مثل لحوق دين فادح به لا يجد طريقاً لقضائه إلا ببيع الشيء المأجور وأدائه من ثمنه،عذر في العين المؤجرة أو الشيء المأجور: مثال الأول: أن يستأجر رجل حماماً في قرية ليستغله مدة معلومة، ثم يهاجر أهل القرية فلا يجب عليه الأجر للمؤجر.

(فقه الاسلامي وادلته ، رد المحتار: 5 ص 55)

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.