په اسلام کې د الله جل جلا له سره مينه او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د مسلمان مينه له واجباتو څخه ده ځکه چې د الله جل جلا له او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره مينه د دين آساس بلل کيږي .
قال الله تعالی : وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ (البقرة 165 ) (او هغه کسان چې (پر الله ) ايمان لري د دوی مينه د الله سره ډيره زياته ده ).
او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره محبت کولو په اړه فرمايي :
قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ ( ال عمران 31)
(ووايه (ای محمده ) !: کچيرې تاسې له الله سره محبت لرئ نو زما پيروي وکړئ چې الله له ستاسې سره محبت وکړي) .
همدارنګه رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايي : لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَلَدِهِ وَوَالِدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ . (المسلم ۴۴ ) .
(ستاسې نه څوک تر هغه پورې د کامل ايمان څښتن نشي کيدای څو پورې زه ور ته له خپل پلار ، اولاد او ټولو خلکو محبوب نشم )
او همدارنګه مسلمان به د الله جل جلا له د رضا په خاطر له صالحو مؤمنانو سره محبت ساتي او د هغه ملګرتيا به کوي .
الله جل جلا له فرمايي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ (التوبه ۱۱۹)
(ای مؤمنان له الله څخه وويريږی او له صالحانو خلکو سره ملګري شی ).
د الله جل جلا له سره د مينې اسباب دلته وګورئ :
https://dawat610.com/archives/1737 او https://dawat610.com/archives/1755
مسلمان به د الله جل جلا له د دوښمنانو سره دوستي او محبت نه کوي ځکه چې د هغوی باطل عقائد ، نا مشروع کړنې به يې د ګمراهۍ طرف ته مايل کړي ، او مسلمان به د الله جل جلا له د دوښمنانو سره د هغه د رضا په خاطر بغض کوي او له هغوی څخه به بيزاري اعلانوي ځکه چې دا طريقه د رسولانو عليهم السلام او د هغه د پيروانو وه .
الله تعالي فرمايي:« قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ » (الممتحنه 4 )
(يقيناً چې تاسې لره د ابراهيم او د هغو کسانو په چال چلند کې چې له هغه سره وو ، ښه نمونه (او طريقه ) ده ، کله چې دوی خپل قوم ته وويل : بې شکه مونږ له تاسې او له هغه څه نه چې تاسې پرته له الله څخه عبادت کوئ بيزاره يو ، مونږ تاسې څخه منکران شوي يو او زمونږ او تاسې تر مينځ تل تر تله دښمني را مينځته شوې ده څو پر واحد الله ايمان راوړئ ).
او فرمايي:« لا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ أُولَئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الإيمَانَ وَأَيَّدَهُمْ بِرُوحٍ مِنْهُ » «مجادله/22»
(هيڅکله به دا و نه مومې ، کوم خلک چې پر الله او آخرت ايمان لرونکي دي چې هغوی له هغو خلکو سره مينه کوونکي اوسي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت يې کړی دی ، که څه هم د هغوی پلرونه وي يا يې زامن وي او يا يې وروڼه وي او يا يې ټبر او کورنۍ وي . دا هغه کسان دي چې الله د دوی په زړونو کې ايمان خوندي کړی دی او له خپل لوري د يو روح په ورکولو سره يې دوی پياوړي کړی دي ).
همدارنګه فرمايي :« يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءَكُمْ مِنَ الْحَقِّ » «ممتحنه/1»
(ای مؤمنانو ! زما دوښمنان او خپل دوښمنان په دوستۍ مه نيسئ ( په داسې توګه ) چې دوی ته د دوستۍ پيغام و لېږئ ، حال دا چې هغوی د هغه څه نه چې تاسې ته له حق (دين) څخه راغلی دی منکران دي) .
د پورته لارښوونو په رڼا کې مسلمان ته جايزه نه ده چې د الله جل جلا له د دوښمنانو سره مينه او دوستي ولري .
مګر د کفارو سره په دې خاطر نرمي کول چې زړه یې د اسلام طرف ته مايل شي باک نه لري .
همدارنګه د غير مسلمو سره په مباح معاملاتو کې عدل ، وفا او رښينولي کول پکار دي
الله جل جلا له فرمايي : [ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ] [المائدة:8]
( ای مؤمنانو ! شی قايم د الله تعالی د پاره ګواهي ورکونکي په انصاف او د کوم قوم د دوښمنۍ په وجه انصاف مه پريږدی عدل کوﺉ دا خبره ډيره نږدې ده تقوی ته او ويره کوﺉ له الله نه او کوم اعمال چې تاسې يې کوی الله تعالی په هغه باندې ښه خبر دی ) .
او همدارنګه د هغوی سره د خپلوی پالل جايز دي په حديث شريف کې راغی دي : وعن أسماء بنت أبي بكر رضي الله عنهما قالت : قدمت عليَّ أمي وهي مشركة في عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم فاستفتيتُ رسول الله صلى الله عليه وسلم ، فقلت : إن أمي قدمت وهي راغبة أفأصلها ؟ قال : ” نعم ، صِلي أمك ” . رواه البخاري ( 2477 ) ومسلم ( 1003 ) .
بی بی اسماء د ابوبکر رضی الله عنه لور وايي : د رسول الله صلی الله عليه وسلم د حيات په وخت کې زما مور مشرکه وه ، هغه زمونږ لره راغله له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې و پوښتل چې : مور مې کور ته راغلی او هغه زما څخه د (نېکۍ او هديې ) هيله لري .
آيا له هغې سره صله رحمي وکړمه ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هو ، له مور سره دې صله رحمي وکړه (د هغې د خپلوی حق ادا کړه ) .
نور د هغوی سره دوستي او محبت کول ، د هغوی سره په ديني او مذهبي شعائرو او مراسمو کې کډون او مشابهت کول حرام دي .
و الله اعلم
- آن لاين اسلامې لارښود