د ښځو لپاره د پطلون اغستل :
د ښځو لخوا د پطلون اغوښتل ځکه حرام دي چې :
۱- پطلون د نارينه جامه ده او د نارينه سره د ښځې مشابهت کول حرام دي.
۲- کوم پطلون چې په ځنو نجونو او ښځو کې رواج دی تنګ دی او د بدن حجم يې ور څخه څرګنديږي چې د داسې جامې اغوستل حرام او په اړه يې سخت وعيد راغلی دی .
۳- دا جامه اصلاً د کافرو فرنګيو جامه ده چې ځنو له دين څخه نا خبرو په پټو سترګو تقليد ورڅخه کړی دی او مسلمانې ښځې ته جايزه نه ده چې د فرنګيو ښځو په څير ځان جوړ کړي.
«لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ المُتَشَبِّهِينَ مِنَ الرِّجَالِ بِالنِّسَاءِ، وَالمُتَشَبِّهَاتِ مِنَ النِّسَاءِ بِالرِّجَالِ»([1]) .
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم لعنت ويلی دی په هغه نارينه وؤ باندې چې د ښځو مشابهت کوي (يعنې دهغوی په شان شکل جوړوي او دهغوی په شان لباس اغوندي) او په هغو ښځو باندې هم لعنت ويلی چې هغه د نارينه مشابهت اختياروي يعنې دهغوی په شان جامې اغوندې او د هغوی په شان ځان جوړوي.
او فتاوی اللجنةالدائمة او فتاوی النسائية ليکي : د ښځو لپاره د پطلون اغوستل جواز نه لري که څه هم د ښځو پر وړاندې وي او يا يې د خاوند پر وړاندې وي ځکه چې دا د نارينه سره مشابهت کول دي او د بدن حجم ورڅخه څرګنديږي.[2]
۱- رواه البخاري ۵۸۸۵ .
۲ – و جاء في فتاوی اللجنة الدائمة: لا يجوز لها أن تلبس البنطلون، لما فيه من تشبه النسآء بالرجال (اللجنة الدائمة :۱۷/۱۰۲).
و في الفتاوى النسائية :وأما لبس المرأة للبنطلون فلا يجوز ولو كانت خالية و لو كانت أمام
النساء أو أمام زوجها، إلا في غرفة مغلقة مع زوجها فقط، فأما ما سوى ذلك فلا يجوز فإنه يبين تفاصيل البدن .
د ښځو لپاره د لوړو بوټونو اغوستل …
د مسلمانې خور لپاره د لوړو بوټونو اغوستل جواز نه لري ځکه چې په دې کې د کافرو ښځو سره مشابهت دی، او په دې کې کبر او فخر دی، او تبرج يعنې بې حجابي ده، او په دې کې بدن ته خطر او ضرر دی ځکه چې د تګ پر مهال د بدن تعادل سم نه وي[3]
(۳):جاء في الموسوسة الفقهية الاسلامي ص:۱۸۵-۲۷۱:
حکم لبس الکعب العالي: لا ينبعي للمرأة لبس الکعب العالي لما فيه من تشبه بالکافرات، ولما فيه من الکبر و العجب، و لما فيها من التبرج المشین، و لما فیها من الخطر و الضرر علی الجسم و الارحام بسبب عدم اعتدال الجسم أثناء المشي.
[1] – رواه البخاري ۵۸۸۵ .
[2] – و جاء في فتاوی اللجنة الدائمة: لا يجوز لها أن تلبس البنطلون، لما فيه من تشبه النسآء بالرجال (اللجنة الدائمة :۱۷/۱۰۲).
و في الفتاوى النسائية :وأما لبس المرأة للبنطلون فلا يجوز ولو كانت خالية و لو كانت أمام
النساء أو أمام زوجها، إلا في غرفة مغلقة مع زوجها فقط، فأما ما سوى ذلك فلا يجوز فإنه يبين تفاصيل البدن .