د ځمکې لاندې اوبو لنډه پېژندنه

د ځمکې لاندې اوبه هغه اوبه دي چې د ځمکې سطحې لاندې خاورو، شګو او ډبرو خالیګاوو، د آهکي ډبرو مغارو او د ډبرو درځونو کې شتون لري. یادې اوبه د اوروښتونو، ځمکې پر مخ سطحي اوبو بهیرونو او د اوبو له زېرمو څخه د ېوې برخې اوبو د جذبېدلو په پایله کې رامنځ ته کېږي.
کله چې اوبه د ځمکې له سطحې څخه لاندې لوري ته جذب شي، په پایله کې د خاورو، شګو او ډبرو له خلاوو څخه په تېرېدو سره د یوې غیر قابل نفوذ طبقې پر مخ راټولېږي، دا چې د اوبو لپاره نور د ښکته تګ مجرا وجود ونلري د ځمکې په دې برخه کې ټولې شته خلاوې له اوبو څخه په بشپړه توګه مشبوع او اوبه لرونکی پوړ رامنځ ته کوي. یاد پوړ ته د راتلونکو او ورڅخه د بهر کېدونکو اوبو د انډول له مخې د زېرمه شوو اوبو سطحه د تل لپاره د بدلون په حال کې وي. دا پروسه چې په طبیعت کې د هایدورولوژیکي سایکل یوه تر ټولو پېچلې برخه ده، د ځمکې پرمخ د څښاک او ژوندانه د چارو لپاره د ډاډ وړ اوبو یوازینۍ سرچینې رامنځ ته کوي.
د ځمکې لاندې اوبه په مصنوعي توګه له کارېزونو، نفوذي ګالریو، کوهیانو او د طبیعی پېښو په واسطه لکه چینو څخه د بشري اړتیاوو د پوره کولو په موخه را ایستل کېږي، د ځمکې لاندې اوبو تش شوي پوړونه ډیری وختونه په لږ موده کې د نوي کېدو وړ وي اما په ځینو حالاتو کې له سلګونو تر زرګونو کلونو ته اړتیا ده ترڅو بېرته د اورښت د نفوذ له امله ډک شي.
دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.