د پشتنې بانک څخه ۴ فيصده ګټه اخيستل څه حکم لري ؟

ما په پشتنی بانک کې پیسې اچولې دی ددغه پیسو 4 فیصد فایده ماته راکوي آیا دغه فایده ماته حلال ده اوکه نه خو پدی صورت کی چی دپشتنی بانک کارمندان وایی چی دی دغو پیسو څخه څه اندازه سرې میاشتې ته اونوروځایونوته ورکوي اود ستاپیسی پاکیژی وسلام بااحترم دجواب په هیله

کريمي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا مطلق سود دي ، او ددې پیسو خوړل د اور د سکروټو خوړل دي ، او دې ډول سود ته د پور يا قرض سود وايي ، لقوله سبحانه وتعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ الرِّبَا أَضْعَافًا مُّضَاعَفَةً وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (ال عمران 130).

ددې سودي بانک په کارمندانو دې د الله لعنت وي کوم چې د سود د حلالوالي د پاره حيلې جوړوي خلک د حرامو طرف ته په چل او فريب سره دعوتوي  .

سود عظيمه ګناه ده د سود خوړونکو پر وړاندې الله سبحانه وتعالی د جنګ اعلان کړی دی :

فإن الله تعالى يقول: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ  *  فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللهِ وَرَسُولِهِ [البقرة:278-279]

ژباړه : ای مؤمنانو ! له الله جل جلا له  نه وويريږئ ، که په رښتيا مؤمنان ياست کوم سود چې پر خلکو پاتې دی هغه پرېږدئ ، نو که (دا کار ) مو و نه کړ (سود خوړل مو پرې نه ښودل ) د الله جل جلا له  او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  له خوا جګړې ته چمتو شئ .

[لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ آكِلَ الرِّبَا وَمُؤْكِلَهُ وَكَاتِبَهُ وَشَاهِدَيْهِ وَ قَالَ: هُمْ سَوَاءٌ] (مسلم  1598) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د سود خوړونکي ،ورکوونکي ،ليکونکي او شاهدان لعنت کړي دی ،اوويی فرمايل چه دوی ټول په اصل د ګناه کی سره برابر دی .

 د هلاکت او بربادونکو ګناهونو څخه يو هم سود دی :

اجتنبوا السبع الموبقات” قيل: يا رسول الله! وما هن؟ قال: “الشرك بالله. والسحر. وقتل النفس التي حرم الله إلا بالحق. وأكل مال اليتيم. وأكل الربا. والتولي يوم الزحف. وقذف المحصنات الغافلات المؤمنات”. (المسلم )

يعنې د اوو هلاکونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ ، چا وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  دا کوم ګناهونه دي ؟ ويي فرمايل : د الله جل جلا له  سره شريک نيول ، کوډي او جادو ، په نا حقه د چا وژل کوم الله جل جلا له  په نا حقه وژل حرام کړي دي مګر په حق سره ، د يتيم د مال خوړل ، د سود خوړل ، د جهاد د ميدان څخه تيښته کول او په پاکو ښځو پسې تهمت لګول .

دوهم :

هيڅ مسلمان ته جايزه نه ده چې په سودي بانک کې بغير له سود څخه خپلې پيسې جمع کړي ځکه داسې کول د سودي ادارې سره امداد دی

لقوله سبحانه وتعالی :وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ (په ګناه او نافرمانی کې يوله بله مدد مه کوئ). «مائده/20» .

او که په کور کې ساتل يې سر او مال ته زيان او خطر وي نو د مجبوريت په خاطر يې په بانک کې د جايري حساب په توګه ساتل باک نه لري .

(جديد فقهی مسايل ج۱ص۲۸۱ ) ، (فتاوي البدالحرام 390-386/3 ) .

فلا يجوز أن يضعها فيه؛ لما في ذلك من إعانة أصحاب البنوك على استعمالها في الربا، وقد قال تعالى: ( وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ) سورة المائدة الآية 2 ، وإن دعت إلى ذلك ضرورة فلا نعلم في ذلك بأسا إن شاء الله.
وأما بالنسبة لتحويل النقود من بنك لآخر ولو بمقابل زائد يأخذه البنك المحول فجائز؛ لأن الزيادة التي يأخذها البنك أجرة له مقابل عملية التحويل ” انتهى .)
إذا دعت الضرورة إلى الحفظ عن طريق البنوك الربوية فلا حرج في ذلك إن شاء الله ؛ لقوله سبحانه : ( وَقَدْ فَصَّلَ لَكُمْ مَا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ إِلَّا مَا اضْطُرِرْتُمْ إِلَيْهِ ) ولا شك أن التحويل عن طريقها من الضرورات العامة في هذا العصر .

(فتاوى اللجنة الدائمة” (13/369  ) .

دريم : د خير په کارونو کې د مصرف په نيت د سود اخيستل او ورکول جواز نه لري تفصيل دلته وګورئ

هر څوک چې په سودي معامله اخته ياست له الله څخه ووېرېږئ فوراً سودي معامله ختمه کړئ او کلکه توبه وباسئ ، ګورئ چې د الله (جل جلا له ) نيول ډير سخت دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *