د پريشانۍ او غم علاج څه دی ؟

سلام او احترامت د اسلامی سایت کا ر کونکو ته و ړ اندی کومه بعد له سلامه زه دوه سواله لرم هیله ده چه راته ځواب کړی :
1-د ښه صحت یا د مریضی  دوا د قران مجید په ایاتونو او احداث باندی  را ته بیان کړی او یا کومه دعا، وی نو راته بیان یی کړی
2-او د تشویش اعلاج په قران مجید په ایاتو او یا صورتونوکی را ته بیان کړی
زکه ما ‌ډ یره تداوی او دوا و اخسته مکر کومه فایده راته و نکړه نو زه غواړم چه د قران مجید شریف  په ویلو سره زه څپل ځان جوړ کړم او خدای پاک(ج ) راته صحت راکړی
مننه

بصير احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د پريشانۍ ، غمونو ، تشويش او وسواسو او د زړه د سکون علاج يوازې او يوازې د الله جل جلا له ياد دی لکه : لمونځ ، د قرآنکريم تلاوت ، د الله تعالی په قدرتونو کې فکر او غور کول ، اذکار او دعاګانې او داسې نور .

لقوله سبحانه وتعالی :

الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (رعد  ٢٨)

هغه کسان چې ايمان يي راوړی او زړونه يي د الله جل جلا له  په ياد آراميږي ، خبر شئ چې د الله جل جلا له  په يادښت زړونه ډاډمن کيږي .

کله چې انسان د الله (جل جلاله ) د ياد څخه غافل شي په هغه باندې شيطان مسلط شي او هغه ته ډول ډول پريشانۍ او وسواس ور اچوي او په روحاني امراضو يې مبتلاء کوي ، په دې حال کې بنده داسې سرګردانه او پريشانه لور په لور ګرځي لکه د ماشوم څخه يې چې خپله مور ورکه شوې وي .

لقوله سبحانه وتعالی :

فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُواْ لِي وَلاَ تَكْفُرُونِ (البقره ۱۵۲ ) .

نو ما ياد کړئ ( په ذکر، اطاعت او عبادت ) چې زه (هم) تاسې ياد کړم ( په ثواب او نعمت ) او زما شکر او باسئ او نا شکري مه کوئ .

د ذکر په باره کې په سنتو کې ډير احاديث راغلی دي چې ځنې د هغې په لاندې ډول دي :

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم: «يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى: أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي بِي، وَأَنَا مَعَهُ إِذَا ذَكَرَنِي، فَإِنْ ذَكَرَنِي فِي نَفْسِهِ ذَكَرْتُهُ فِي نَفْسِي، وَإِنْ ذَكَرَنِي فِي مَلإٍ ذَكَرْتُهُ فِي مَلإٍ خَيْرٍ مِنْهُمْ، ….. (البخاري )

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : د الله جل جلا له  ارشاد دی : چې زه خپل بنده سره هغسې معامله کوم څنګه چې دی په ما باندې ګمان کوي او کله چې دی ما يادوي نو زه ده سره يم ، کچيرې دی ما پخپل زړه کې يادوي زه هم دی په خپل زړه کې يادوم او کچيرې دی ما په ګنړه او ټولي کې يادوي زه يي د هغه نه غوره ډله چې پرښتې دي يادوم .

 و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *