د يخچالي چرګانو د غوښو واردول څنګه دي ؟

د اسلامی لارښودمخترموچلونکوته دزړه له کومی السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته اونیکی هیلی وړاندی کوم مترمه زه یوی دوی پوښتنی لرم هیله ده چه راته ځواب یی کړی.
۱ زه په یوه شرکت کی کارکوم چی هغه دخارج څخه خوراکی مواد راواریدکوی چه په هغه کی داکارټنی یخ چرګان هم موجود دی.دلته اکثره مولایان وایی چی داغوښی حرامی دی اواکثره بیا وایی چی څه مشکل نه لری خوراک یی صحیح دی خوداغوښی داسلامی تجارتی کمیټی دحلال سندهم لری او ماخپله دیوه خاریجی دخولی واوریدل چی دده په وینایی پداسی یوی لوی کمپنی کی کار کړیدی ده ویل چی ددی چرګانودحلالولولپاره موژ۵ یا ۶ نمره مسلمانان کاریګر لروچه هغه داچرګان حلالوی او بیا نورمراحل دماشین په ذریع مخته ځی خواهغه مولایان چی داحرام ګڼی هغه وایی چی داټول دروغ دی اوباورمه پری کوی نه ددی خار
جی خبری دمنلووړدی اونه داسلامی کمیټی سند زه نه پوهیږم چی اوس باید څه وکم اوکه داغوښی په ریشتیا هم حرامی وی نودداسی شرکت سره کارکول څنګه دی؟؟؟؟؟؟؟ هیله ده جواب راکی

ځلاند افغان

—————————————————

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : هغه هيوادونه چې کمونېست ، دهرين او مشرکين وي د هغوی ذبحې مردارې دي لکه : روسيه ، هند ، چين او نور دا ډول هيوادونه .

ځکه د ذبحې د پاره لاندې شرطونه دي

۱-  د ذبحې په وخت کې د الله جل جلا له  نوم يادول : وَلاَتَاْکُلُوا مِمَّالَمْ يُذْکَرَاِسْمُ الله عَلَيْه

ژباړه : داسې څاروي مه خوری چې په هغی باندې د الله نوم نه وي اخستل شوی .

۲- ذبح په شرعی طريقه سره کول .

قوله تعالی : حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالْدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلاَّ مَا ذَكَّيْتُم ( ۳ المايده)

ژباړه : پرتاسې باندې حرامه کړشوی ده مرداره او وينه او دخنځير غوښه او کوم څاروی چې د غيرالله په نوم حلال شوی وي اوکوم چې د مری په زندی کولو مړ شي او کوم چې په وهلو مړشي او کوم چې د ويری نه په پريوتلو مړ شی او کوم چې د يوبل سره په لګيدلو مړشی اوهغه چې کوم درينده يې مات کړی لکن هغه چې ذبح کړشی .

يعنې حيوان به په شرعي طريقه ذبح کيږي د حيوان مرئ به پرې کيږي .

۳-  ذبح کونکی به مسلمان يا اهل کتاب وي .

قوله تعالی : وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ حِلٌّ لَّكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلُّ لَّهُمْ ( ۵ المائذه)

ژباړه :او کومو خلکو ته چې کتاب ورکړشوی دی د هغې ذبحه تاسې ته حلاله ده او دتاسې ذبح د هغوی لپاره حلاله ده .

يعنې د مسلمان او اهل کتاب نه علاوه د مشرک او دهريي د لاس ذبح مرداره ده .

دوهم : هغه هيوادونه چې اهل کتاب دي لکه امريکا ، اروپا او نور ….. اصلاً د اهل کتاب ذبح حلاله ده مګر اوس خبره دا ده چې اهل کتاب اوس اکثره پخپل دين عقيده نه لري دهرين دي او بل دا چې د کفارو په ملکونو کې اکثراً ذبحې په شرعي طريقه نه تر سره کيږي .

په دې اړه شيخ عبدالله الذاکري مکمله رساله ليکلې ده چې دې مطلب ته يې پوره تفصيل ورکړی دی

رساله دلته وګورئ :

لومړې برخه

دوهمه برخه

دريمه برخه

څلورمه برخه

پنځمه برخه

دريم د اسلامې هيوادونو ذبح ده : د مسلمان ذبح بې شکه حلاله ده ، مګر هغه وخت ناقص بلل کيږي چې شواهد موجود وي مثلاً دا ثابته شي چې فلاني کس په ذبح باندې تسميه نه وايي او يا هغه په اسلامې طريقه نه تر سره کوي .

پاتې شوه دا مسئله چې افغانستان ته د کومو هيوادونو څخه غوښي راوړل کيږي او د دغو غوښو خوړل څه حکم لري په دې باره کې پوره معلومات نه لرو نو ځکه يې په اړه حکم نشو ورکولای ، خو  ښاغلي شيخ الذاکري چې کوم تحقيق دی ډير دقيق دی .

او تاسې ته مو سپارښتنه دا ده چې که ددې غوښو پر ځای ژوندې چرګان وارد کړ شي ښه به وي ځکه چې د شک څخه به کاملاً وتلي وي اوس خلک اکثراً هم داسې کوي ژوندې چرکان اخلي او هغه ذبح کوي .

او يا که ددې پر ځای پر خپل وطن کې د چرکانو فارم جوړ شي هم به د خلکو د پاره خدمت وي او هم به د تاسې د پاره پخپل هيواد کې حلال رزق وي .

و السلام

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *