د وفات شويو والدينو د پاره قرباني کول جايز دي ؟

تاسو محترمو ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !
زه یوه پوښتنه لرم هغه داچه ! که د چـــا مور او یا پلار وفات شوی وی . نو کولی شی چه د هغه لپاره قربانی وکری او یا یی په قربانی کی شریک کری. که په دی مورد مکمل معلومات راکری دیره مهربانی به مو وی . الله مو په دارینو کی کامیاب لره .
نوت:- ما مخکی په دی مورد کوشش وکړ چه ستاسو په ارشیف کی یی وگورم قربانی می سره له احکامو وکتله  مگر داسی پوشتنه می تر سترگو نه شوه . وسلام .
ذبیح الله .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د وفات شويو والدينو (مور پلار) او نورو قريبانو د پاره د ثواب په نيت قرباني کول د امام ابوحنيفه رحمه الله او امام احمد رحمه الله په نزد جايزه ده ، شيخ الاسلام ابن تيميه د امام صاحب قول اختيار کړی دی او وايي : د مړي د پاره قرباني کول تر نغدي صدقي غوره ده .

ابن عابدين رحمه الله وايي :که چېرې په قربانۍ کې اوه کسان شريک وي او يو شريک کس د خپل وفات شوي شريک د پاره د قرباني يوه برخه وي داسې کول صحي دي .

احکام أضحية علی المذاهب الاربعة ليکي :

القول الأول : يجوز للحي أن يضحي عن قريبه الميت وهذا قول الحنفية والحنابلة .

واختاره شيخ الإسلام  ابن تيمية حيث قال :[ والتضحية عن الميت أفضل من الصدقة بثمنها ] (مجموع الفتاوى ۳۱۵/۲۴ ).

وقال صاحب الدر المختار من الحنفية :[ وإن مات أحد السبعة المشتركين في البدنة وقال الورثة اذبحوا عنه وعنكم صح عن الكل استحساناً لقصد القربة من الكل ] (الدر المختار ۶/۳۲۶ ) .

و الله اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.