پوښتنه : يوه جينئ چې د هغې عمر ديارلس كاله دى او د هغې دوه بالغان وروڼه موجود دي ددې نكاح بې د رضا د وروڼو نه مور تړلي دا نكاح جائز ده كه نه ؟ او دا جينئ بالغه ده او كه نه ؟
ځواب : په دې صورت كې مور چې كومه نكاح بې اجازته د وروڼو كړيده دا د وروڼو په اجازت موقوف ده كه دوى كې يو كس هم د نكاح اجازت وركړو او دا نكاح يې جائز او ګرځوله نو صحيح شوه او كه نه يو هم اجازت ورنه كړو انكار ترې وكړي نو نكاح باطله شوله هكذا فى كتاب الفقه (۱) ( ديارلسو كالو جينئ چې نښې د بلوغ نه وي نو دا نابالغه ده
(۱) فلوزوج الا بعد حال قيام الاقرب توقف على اجازته ( الدر المختار على هامش رد المختار باب الولى ج ۲ ص ۴۳۲ ط س ج ۳ ص ۸۱ . ۱۲ )