د وتر واجب په لمانځه کې سورت مکررول

اسلام‌علیکم ورحمت الله وبرکاته
د مخکنی خدماتو په مننه سره یو وار بیا ستاسو درانه حضور ته یوه پوښتنه وړاندی کوم هغه دا چی که چیری د وتر لمانځه په اول رکعت کی سورت الاعلی او په دوهم رکعت کی الکفرون او په دریم رکعت د اخلاص سورت وویل شی لمونج ته خو به کوم نقصان نه رسوی .
داپوشتنه  زکه راته پیدا شوه چی له یوه طرفه په لمانجه کی دسورت مکررول نه دی دی صحیح اوله بله طرفه می  اوریدلی دی چی نبی ع به همدغه سورتونه په وتر لمانجه کی ویل
هیله ده چی په دی اره پوره اطمنان راکرئ که سه هم دا پوښتنه مخکی جواب شوی وی خو زه نشم کولای  چی په دی بیشمیره زیاتو پوشتنو کی یی پیدا کړم نو هیله لرم که چیری ځواب شوی وي نو پوره لینک یی په ایمیل ادرس راولیزئ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د وتر په لمانځه کې پورته سورتونه کوم چې تاسې ښودلی مکرر لوستل يې مکروه نه بلکي د احنافو په نزد په لومړي رکعت کې د الأعلی ، دوهم رکعت کې د الکافرون او په دريم رکعت کې د اخلاص سورت لوستل مستحب دي ځکه د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم عادت مبارک همدا وو .

په دليل د دغه حديث :

« أن النبي صلّى الله عليه وسلم كان يقرأ في الوتر بسبح اسم ربك الأعلى، وفي الركعة الثانية بقل يا أيها الكافرون، وفي الثالثة بقل هو الله أحد، ولا يسلِّم إلا في آخرهن» (رواه أحمد وأبو داود وابن ماجه) .

فقه الاسلامي وادله / دوکتور وهبة الزحيلي

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.