تاسې د هغه شخص قصه لولئ چې هغه د اسلام راوړلو څخه مخکې د اسلام او مسلمانانو سخت دوښمن وو ، د الله تعالی جوماتونه به يې نړول او سوزول ، د هند د ستر بابري جومات په سوزولو کې هم شريک وو .
ځنې خلک وايي آیا هغه د هدايت وړ دی ؟ آیا د داسې کس څخه د هدايت توقع کيږي ؟ دا خبره خطرناکه ده .
تاسې اوس د دغه کس حالت وګورئ چې څنګه له يو حالت څخه بل حالت ته تغير کوي او الله تعالی هغه ته څنګه د هدايت اسباب برابروي .
هغه يو عادي مسلمان نه جوړيږي چې يوازې پخپل کور کينې او لمونځ وکړي بلکي د هغه څخه يو داعي جوړيږي ، عجيبه قيصه ده .
د کويت «جمعية التعريف بالأسلام» چې مشهور نړيوال دعوتي مرکز دی دغه بيان د هغه له خولې نقل کړی دی .
دا هندی کس چې په تيکواندو کې يې پوره مهارت لرلو ، د اسلام او مسلمانانو له دوښمنې ، ضد او له کفر څخه څنګه ايمان ته اوړي ؟
هغه د بابري جومات په سوزولو کې شريک وو او له همدې امله د پوليسو تر تعقيب لاندې وو ، چې بلاخره کويت ته د مزدورۍ لپاره ځي او هلته د يو کفيل سره شپنې کوي ، کفيل هغه ته د سهار د لمانځه لپاره د پاڅيدو حکم کوي او دا کار څو ورځې تکراروي او بلاخره د نومړي کس حالت بدلون مومي او د صلاح په نوم جومات ته ځي او هلته اسلام راوړي .
هغه یوازې په دې باندې بس والی نه کوي بلکي د اسلام دين ته دعوت پيل کوي او د ده په لاس باندې له 1800 زيات هندوان مسلمان شوي دي .
جمعية التعريف بالأسلام – کويت
قصة الراعي الهندي الذي أسلم علی يدیه 1800 انسان