د ميرنى بالغ ورور او د تره په وجود كې مور لره د نابالغې د نكاح اختيار نشته او نه ميرنى پلار ته اختيار شته ځكه

يوه جينئ چې تقريباً  د يوولس كالو ده درې خپلوان دادي : سكه مور ، ميرنى پلار ، ميرنى ورور او مشر تره او كشر تره دى د جينئ خپل خاوند ته د جينئ د نكاح اجازت وركړو دا نكاح صحيح شوله او كه نه ؟ اوس پنځه كاله  وروسته جينئ دويمه نكاح كول غواړي شرعاً څه حكم لري ؟

ځواب : د ميرنى بالغ ورور او د تره په وجود كې مور لره د نابالغې د نكاح اختيار نشته او نه ميرنى پلار ته اختيار شته ځكه چې په دې صورت كې اول ميرنى ورور ولي و دده نه پس تره ولي دى (۱)  دى وجه نه هغه نكاح چې مور او ميرنى  پلار كړيده كه ميرنى ورور اجازت وركړو نو نكاح صحيح شوله ګڼى باطل شوله په صورت وبطلان د نكاح جينئ ته د بالغيدو نه پس اختيار شته چې په پخپله يا ددې ولي په اجازت ددې په كفو كې نكاح اوكړى (۲) .

(۱)  الولى فى النكاح لا المال العصبة بنفسه الخ على ترتيبالارث والحجب فيقدم ابنا لمجنونة على ابيها ( در مختار ط س ج ۳ ص ۷۶ ) ثم يقد الاب ثم ابيه ثم الاخ الشقيق الخ ثما لاب ( ردالمحتار باب الولى ج ۲ ص ۴۲۷ و ج ۲ ص ۴۲۸ ط س ج ۳ ص ۷۶ ) ۱۲

(۲)  فلوروج الا بعد حال قيام الا قرب تقف على اجازته ( الدر المختار على هامش ردالمحتار باب الولى ج ۲ ص ۴۳۲ ط س ج ۳ ص ۱۲۸۱ .

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.