د ميراث د ويش او حساب مسئله

السلام عليکم ، پوښتنه مې دا ده چې زمونږ د مرحوم پلار څخه زما مور ، زما په شمول 4 زامن او 2 لوڼې او د يوه ورور دوه زامن او دوې لوڼې پاتې دي د پلار نه مې 80 جريبه ځمکه پاتې ده اوس دغه مونږ څنګه تقسيم کړو .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ددې مسئلې حل په لاندې ډول دی

التوضيـح برخه وارث
په هغه صورت کې چې مړي څخه نارينه يا ښځينه اولاد پاتې وي يا د بلې ښځې څخه پاتې وي .

——

8

ښځه
په هغه صورت کې چې زامن او لونې وي عصبه ګرځي زوی د لور په نسبت دوه برابره برخه اخلي ځکه چې لور مالي مسئوليت نلري او په زوی باندې نفقه واجب ده عصبه زامن (4) او لوڼې(2)
کله چې زامن موجود وي لمسيان حجب ګرځي
لمسيان (2)
کله چې دوې لوڼې وي لمسيانې حجب ګرځي
لمسيانې (2)

 

 

د هر وارث برخه : 80÷8=10

د ښځې برخه :10 جريبه

د زوی برخه د لور په نسبت دوه برابره

80-10=70

4×2+2=10

70÷10=7

د هر زوی برخه 14 جريبه

د هرې لور برخه : 7 جريبه

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.