د موټرونو د پلورلو او را نيولو زکات

زه یو سوال لرم چی زه موټران خرڅوم او رانیسم یی او ماداسی موټران رانیولی دی چی پنځه کاله ولاړ دي او زکات می هم ورکړی دی دهر کال ده جلا جلا اونه خرڅیږی اوس زه باید ترکومه وخته زکات ورکم

نثار احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

څو پورې چې لاندې شرایط موجود وي ستاسو موټران د عروض التجارة (تجارتي اموالو ) حکم لري او زکات ورکول يې واجب دي .

۱- د تجارت نيت

۲- د نصاب پوره کېدل .

۳- د کال پوره کېدل .

څو پورې چې پورته شرایط پکې موجود وي زکات به يې ادا کوئ ځکه چې پانګه بلل کيږي او تاسې مالک نصاب ياست .

اشترط الفقهاء لوجوب زكاة عروض التجارة شروطاً:

1 ً – بلوغ النصاب.

2 ً – حولان الحول.

3 ً – نية التجارة حال الشراء.

البدائع: 21/2، الدر المختار: 45/2

و الله سبحانه وتعالی اعلم

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.