د مور ميراث د اولادنو تر مينځ

زمونږ مور وفات شوې ده څه زېورات ورڅخه پاتې دي هغه زما سره چې تقريباً قيمت يې ۱۲۰۰۰۰ افغانۍ کيږي مونږ دری وروڼه او دوې خويندې يو دا چې غاړه مې ورباندې بنده نشي دا څنګه تقسيم کړو که نه زما زړه دی چې دا ټول صدقه کړم .

ياده دې وې چې د مور د ورور زامن او لوڼې شته .

عبدالهادي – کابل


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کله چې د وفات شوي يا وفات شوې اولاد موجود وي د هغې وروڼه او خويندې له ميراث څخه محروميږي او دغه ترکه يا ميراث يوازې د هغه د اولاد تر مينځ داسې تقسميږي چې نارينه به د ښځې په نسبت دوې برخې اخلي ، لقوله سبحانه وتعالی :

يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ (النساء)

ژباړه : ښوونه کوي الله تعالی تاسې ته د اولادونو د ميراث په هکله چې : د نارينه برخه د دوه ښځو په انډول ده .

هر زوی ته : ۳۰۰۰۰ افغانۍ

هرې لور ته : ۱۵۰۰۰ افغانۍ رسيږي

۱۲۰۰۰۰=(۲×۱۵۰۰۰)+(۳×۳۰۰۰۰)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.