تاسې را ته د مهر په باره کې معلومات راکړئ
bourakhan
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول مهر :
هغه رقم کوم چه سړی يي د نکاح په وخت کې فوراً ادا کوي يا دادا کولو وعده کوي دې ته په شريعت کې مهر وايي چه دوه ډوله دی مهر معجّل اومهر مؤجل ،مهر معجّل هغه مهر دی چه فوراً د نکاح په وخت کې ادا کيږي اومهر مؤجل هغه دی چه د نکاح په وخت کې فوراً نه اداکيږی بلکه د اداکولو دپاره وعده کيږي .
دوهم :
مهر د ښځې حق دی د هغې ښځې پلار ، ورور او بل کس ته يې اخيستل حرام دي قوله تعالی :
وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَة (ً او د ښځو مهر په ښه زړه (فرض ګڼلو ) ورکړﺉ )
که بې بې خپل خاوند ته په خپله خوښه مهر ور وبښي نو معاف دی قوله تعالی : فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا (النسآء ۴ ) البته که هغوی په خپل زړه تاسې ته څه بخشش کړي نو تاسې هغه په خوند سره خوړلی شئ .
دريم :
پلارګنۍ چې نجلی ته څه هبه ورکوي (جهيز ) مثلاً د کور سامان ، جامې و غيره هغه شيان د نجلی حق او ملکيت دی . لو جهز ابنته وسلمه اليها ليس له فی الاستحسان استرداده منها وعليه الفتوی …. و اذا بعث الزوج الی اهل زوجته شيئاً عند زفافها منها ديباج ، فلما زفت اليه اراد يستردمن المراءة الديباج ليس له ذالک اذا بعث اليها علی جهة التمليک (الهندية ،کتاب النکاح ۳۲۷/۱ ما جدية – کفايت المفتي ج ۵ ص ۱۰۶ ) .
څلورم :
په اسلامې شريعت کې د مهر کمه اندازه لس درهمه ده او د زياتې اندازی حد نه دی ټاکل شوی .
سنته طريقه دا ده چې په نکاح او مهر کې اساني وشي.
قال النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (خير النكاح أيسره) رواه ابن حبان . وصححه الألباني في صحيح الجامع (3300) .
وقال صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( خير الصداق أيسره ) رواه الحاكم والبيهقي . وصححه الألباني في صحيح الجامع (3279) .
يعنی غوره نکاح او غوره مهر هغه دی چې په هغه کې آساني وي .
يعنې غوره والی په لږ مهر کې دی خو زيات مهر د اسلامې شريعت لخوا نه دی تعين شوی . لکن په دې کې هم شک نشته چې خلکو ددې اختيار نه په غلطه طريقه کار اخلي اوس وخت کې د مهر په زياتوالی کې بې حده افراد روان دی چې دا افراد په ټولنه کې د فساد سبب شوی دی .
پنځم :
د مهر نه علاوه چې د هلک د کورنۍ نه د خلیتي (د نجلی خپلو خپلوانو ته جامې او د کليوالو او خپلوانو د پاره ميوه) او د خواراک د پاره څه شی او نور څه اخيستل کيږي رشوت دی او ددې اخيستل نا روا دي .
اخذ اهل االمراء شيئاً عند التسليم فلزوج ان يسترده ،لانه رشوه (الدرالمختار کتاب نکاح ،باب المهر ۳ /۱۵۶ – کفايت المفتي ج ۵ ص ۱۰۵ ) .
شيږم :
ښځه چې کله خپل مهر قبض کړي په هغه باندې د کال په پوره کيدو سره زکات فرض ګرځي البته د کور په سامان باندې زکات نشته .
الله تعالی دې زمونږ د ټولنې په حال ورحميږي
الله تعالی دې زمونږ اهل علم ويښ کړي تر څو خپل مسئوليتونه درک کړي او خلکو ته په واضح ډول الهي احکام ورسوي تر څو ټولنه د موجوده تارکۍ څخه ووځي .
و الله اعلم