۱- جناب نبی صلی الله عليه وسلم به په ولاړه خطبه لوستله .
الله سبحانه وتعالی فرمايي : {وإذا رأوا تجارة أو لهواً إنفضوا اليها وتركوك قائماً .. } (الجمعة ).
ابن کثير رحمه الله وايي چې {وتركوك قائماً} دليل دی په دې سره چې امام به په ولاړه خطبه وايي.
۲- او نبی صلی الله عليه وسلم به په منبر باندې خطبه ويله او منبر لوړ شي ته وايي ، د منبر د جوړولو حکم رسول الله صلی الله عليه وسلم کړی ؤ ، منبر به د محراب ښي لوري ته وي .
۳- د رسول الله صلی الله عليه وسلم منبر دری طبقې لرلې ، جناب به په دوهمه طبقه خطبه ويله او په دريمه کيناستلو ، په دليل د دغه حديث : أنس بن مالك رضي الله: «فصنع له منبر له درجتان ويقعد على الثالثة» (رواه الدارمي (1/25) وابو يعلي (5/142)
او منبر به دومره مخکې ته نه وي چې د لمانځه صف قطع کړي ،
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي : «من وصل صفاً وصله الله ومن قطع صفاً قطعه الله عز وجل» (رواه النسائی:۲/۹۳) .
۴- رسول الله صلی الله عليه وسلم به د خطبې پر مهال خپل مخ د خلکو طرف کړی وو .
۵- د خطبې شروع کول په حمد ،ثنا ، شهادتين او درد سره د دواړو خطبو په مينځ کې کېناستل .
۶- خطبې ته عوږ نيول د خبرو ، نفلي لمونځونو او سلام اچول او ځواب ورکول منع دي .
۷- د امام لپاره په همسا باندې تکيه کول ، ځکه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم به د خطبې پر مهال په همسا سره تکيه کوله .
۸- د دواړو خطبو لنډول همدارنګه د لومړۍ خطبې څخه دوهمه خطبه لنډول او د لمانځه اوږدول.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «أطيلوا الصلاة وأقصروا الخطبة» (رواه مسلم) .
۹- جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم به د دوو خطبو په مينځ کې کيناستلو ، د حاجت پر مهال به يې خطبه قطع کوله ، او په خطبه کې په يې په سبابه ګوته سره اشاره کوله .
۱۰- جناب نبی صلی الله عليه وسلم به چې کله په منبر ودريد سلام به يې اچولو (رواه ابن ابي شيبة /2/114 بإسناد حسن)
موقع : صيد الفوائد .