د معذور اودس

سلام علیکم ورحمة الله وبرکاته , آیا که د چا په جیب کی مردار کاغذ او یا ټوکر وی نو آیا ددا سره لمونځ صحیح کیږی که یا؟
او که څوک داسی مشکل ولری چی د لمانځه تر مینځ یی بی اختیاره باد خارجیږی نو آیا د هر لمانځه لپاره یو اودس کافی دی او په همدغه اودس زیات نفل او قضایی لمونځونه صحیح دی؟

عزيز احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که نجاست د درهم څخه زيات وي د هغه سره لمونځ نه صحي کيږي ، مګر که يو کس لمونځ وکړي او وروسته یې فکر شي چې په جامه يا جيب کې نجاست نښتی دی او په دې نه پوهيږي چې څه وخت دا نجاست په جامه باندې نښتی ، په هغه باندې د لمانځه اعاده يا دوباره ادا کول نشته .

«إنْ وَجَدَ فِي ثَوْبِهِ نَجَاسَةً مُغَلَّظَةً أَكْثَرَ مِنْ قَدْرِ الدِّرْهَمِ وَلَا يَدْرِي مَتَى أَصَابَتْهُ لَا يُعِيدُ شَيْئًا مِنْ صَلَاتِهِ بِالْإِجْمَاعِ وَهُوَ الْأَصَحُّ . كَذَا فِي مُحِيطِ السَّرَخْسِيِّ وَالْجَوْهَرَةِ النَّيِّرَةِ.»(الهندية: 1/61)

د باد بې اختياره وتلو سره سړی مغذور کڼل کيږي ، معذور به د هر وخت د لمانځه د پاره ځلا اودس کوي ، په دغه اوداسه باندې په همغه وخت کې نفل ، قضايي وغير هم ادا کولای شي کله د کوم لمانځه وخت ختم شي اودس هم ختم او باطل دی .

«‌و  صاحب  عذر  من  به  سلس  بول  لایمکنه  امساکه‌…  ان  استوعب  عذره  تما‌م  وقت  صلاة  مفروضة  بِأ‌ن‌لایجد  فی  جمیع  وقتها  زمناً  یتوضاً  و  یصلی  فیه  خا‌لیاً  عن  الحدث‌…و  حکمه  الوضوء‌…ثم  یصلی  به  فیه  فرضاً ونفلاً…فاذا  خرج‌الوقت  بطل‌»‌.(الدر المختار مع الرد: 1/223 ط)

و الله اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.