د مسيحي مبلغې ښځې “سندي وبر” د اسلام راوړلو لنډه قصه

 سندي وبر د «نیو هاریزن» معاوينه ده دغه ښځه زيات وخت د مسيحيت مبلغه وو خو څومره عجيب تغير دی چې هغه اوس يوه اسلامې مبلغه ده ، الله تعالی هغه چا ته چې وغواړي هدايت وکړي خپله يې اتخابوي او هغه څوک چې غواړي هغه ته نږدې شي خوښوي يې. الله اکبر!

د اسلام سره زما لومړی اشنا يي په کال ۱۹۸۲ وه کله چې زه په کينا کې معلمه وم .دا د مسيحيت يوه ديني مدرسه وه چې ۲۵۰ ميله د «نایروبی» جنوب لوديځ کې موقعيت لري . يو وخت مې هلته د خپلو دوستانو د ليدلو د پاره سفر وکړ تر څو هغوی هم ووينم او يوه تفريح هم وکړم . هغه وخت  په «نایروبی» يوې ډلې ته متوجه شوم چې په ځنو تولنيزو معاملاتو کې سره ټوليږي او د کورني ژوند يې ډير پابند دی ، شراب او نور نشيي مشروبات نه څښي ، د خپلو مشرانو احترام کوي او يو له بله کومک کوي وروسته زه د يو ملګرې لخوا پوه شوم چې دا ډله مسلمانان دي .

په کال د ۱۹۸۳ بيرته امريکا راغلم . څلور کاله وروسته مې دا احساس وکړ چې بايد مذهب تغير کړم ځکه داسې احساس مې کولو چې دلته په امريکا په مسيحيت کې ډير غلطۍ وجود لري او د کاتوليک مذهب نشي کولای زما پوښتنو ته ځواب ووايي . خلک يې مست او په خيال کې دي ، هميشه په مجالسو کې الکل مصرفوي ، ازدواجي اصلاح هيڅ وجود نه لري هر څوک کولای شي د هر چا سره چې اوسي اوسيدلای شي ،خلک ډير آرايش ،نويو جامو اغوستلو ته زور ورکوي

بلاخره مې تصميم ونيو چې په جدي ډول خپل مذهب ته تغير ورکړم . هغه خلک چې په «نایروبی» کې مې ليدلي وو را ياد مې کړل او هغه وخت مې په شيکاګو کې ژوند کولو يو جومات مې پيدا کړ او د اسلام په باره کې مې کتابونه پيدا کړل او دوې اونۍ وروسته مې شهادتين ولوستل او مسلمانه شوم . دا هر څه فقط زما لخوا وو او د هيڅ مسلمان سره بلده هم نه وم او الله تعالی په هر څه پوه دی .

کله چې زه مسلمانه شوم کورني مې مخالف ونښود که څه هم د حجاب له اغوستلو وروسته مې څه خپلوان او دوستان له لاسه ورکړل . زه متوجه شوم چې اسلام د سړی ژوند ته بهبود ورکوي کله چې انسان پنځه وخته لمونځ کوي او دا يو تفريحي زنګ دی د روزمره کارونو د لرېوالی د پاره او دا چې خپل روحي مسئوليت ته هم سړی متوجه شي .

اوس په يو اسلامې مدرسه «پاسادانای کالیفرنیا» کې ده چې د«نیوهاریزن» په نوم ياديږي کار کوم او پس د وخت نه د حقوقو تحصيل کوم دوه زامن لرم يو ۸ کلن او بل ۵ کلن دی .

ترجمه عبدالعزیز ویسی –

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.