د مخ څخه داغونه لرې کول جايز دي ؟

السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته لطفا که راته ووایاست چی بعضی خلک پر مخ باندی تپونه او کالدانی وی نو دی یی سرجری کوی یا هغه تپونه پتوی او تور د تورو داغونو لپاره د مخه یی ایسته کوی نو لطفا حکم یی جه دی دیره مننه

تواب رحيمي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مخ څخه داغونه لرې کول جايز دي ځکه :

ښايست او سينګار په دوه ډوله دی :

يو هغه ښايست دی چې د هغه په وجه عيب له منیځه وړل کيږي هغه عيب چه  د کومې حادثې يا بل څه له وجې منځه راغلی وي ورک کړي دا کوم باک نه لري .

په دليل د دغه روايت چه رسول الله صلی الله عليه وسلم يو کس ته چه پوزه يې په جنګ کې پرې شوی وه اجازه ورکړه چه د طلا له پوزې څخه استفاده وکړي . [1]            

دوهم ډول : اضافي ښايست دی او دا ښايست د غيب ورکولو د پاره نه وي بلکه د ښايست د زياتولو د پاره تر سره کيږي دا حرام او نا جايز دی .

 ځکه حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايي لعن الله الواشمات والمستوشمات والنامصات والمتنمصات والمتفلجات للحسن المغيرات خلق الله (رواه بخاری ) .

(الله تعالی لعنت کړی څوک چه خال وهی او هغه چه د خال وهلو خيال وکړي ،او هغه څوک چه وروځی نري جوړوي اوهغه چې  د وروځو د نری جوړولو خيال کوي ، اوهغه څوک چه د ډول اوښاست لپاره د غاښونو تر منځ فاصلی جوړوي دا هغه کسان دی چه د خدای ج خلقت کې تغير راولې

 )  [2]

ځکه دا کار ددې د پاره تر سره کوي چه ښايست زيات کړي نه ددې د پاره چه عيب له منيځه يوسي .

مګر د ښايست يا پلاستکي جراحۍ زده کړه کوم باک نه لري په شرط ددې چه په حرامو برخو کې ونه کارول شي کوم چه ذکر شول .

او هغه کسان چه غواړي د اضافي ډول او سيګار د پاره پلاستکي عمليات وکړي هغوی ته نصيحت وشي چه دا عمل حرام دی ځکه د طبيب په خوله به دا نصيحت زيات ګټور وي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

  فتاوی المعاصر علماء البدالحرام (مکة المکرمة ) (2/833)

 آن لاين اسلامې لارښود


[1] أبوداود (4886) اوالترمذی (1770) و قال:«حسن غریب»، اوالنسائی (5162،5161). او حسنه الألبانی؛ کما فی «صحیح أبی داود» (3561)

[2] بخاري

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *