د لړم ۲۶مه به کابل د ۱۵ هېوادونو د سوداګرو او پانګوالو کوربه وي

د افغانستان نړیوال نندارتون مسؤلان وايي، د امام ابوحنیفه رح څلورم پړاو نندارتون به ډېر ژر په کابل کې جوړ شي.

د یاد نندارتون مشر محمد صابر لطیفي رسنیو ته وویل، په دغه نندارتون کې به د ۱۵ هېوادونو سوداګر او پانګه وال برخه واخلي او دا به د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ ودې لپاره نوي فرصتونه رامنځ ته کړي.

د لطیفي په خبره دغه نندارتون به د روانې عقرب میاشتې په ۲۶مه پيل او تر یوې اونې به دوام وکړي.

پانګه وال او سوداګر دا ډول نندارتونونه د صنعت او سوداګرۍ ودې لپاره ګټور بولي.

دوی زیاتوي دا ډول نندارتونونه د هېوادونو تر منځ د همکارۍ او تجربو په شریکولو کې مهم رول لوبوي.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.