د لمانځه په تارک باندې سلام اچول

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

خدای دی وکړی چی ټول روغ او جوړ واوسی
زما پوښتنه داده چی دلمانځه په ترک کوونکی داسی شخص چی دایمآ لمونځ نه کوی باندی سلام اچول او هغه سره نور معاملات داسلام له نظره څنګه دی
په درنښت – عزیز احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

بې لمانځه سړي او هر ښکاره فاسق (کبيره ګناه کوونکی) باندې سلام اچول مکروه دي ، همدارنکه قمار بازانو ، شطرنج کوونکو او هر داسې مجلس باندې چې هلته ګناه کيږي سلام اچول زجراً او د ګناه څخه د انکار په نيت سلام اچول نه دي پکار او په داسې خلکو باندې سلام اچول مکروه دي .

جاء في موسوعة الفقهية:

ذَكَرَ ابْنُ عَابِدِينَ أَنَّ السَّلامَ عَلَى الْفَاسِقِ الْمُجَاهِرِ بِفِسْقِهِ مَكْرُوهٌ وَإِلا فَلا ، وَمِثْلُ الْفَاسِقِ فِي هَذَا لاعِبُ الْقِمَارِ وَشَارِبُ الْخَمْرِ وَمُطَيِّرُ الْحَمَامِ وَالْمُغَنِّي وَالْمُغْتَابُ حَالَ تَلَبُّسِهِمْ بِذَلِكَ ، نُقِلَ عَنْ فُصُولِ الْعَلامِيِّ أَنَّهُ لا يُسَلِّمُ ، وَيُسَلِّمُ عَلَى قَوْمٍ فِي مَعْصِيَةٍ وَعَلَى مَنْ يَلْعَبُ بِالشِّطْرَنْجِ نَاوِيًا أَنْ يُشْغِلَهُمْ عَمَّا هُمْ فِيهِ عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ ، وَكُرِهَ عِنْدَهُمَا تَحْقِيرًا لَهُمَا (الموسوعة الفقهية ۲۵/۱۶۷ ).

همدارنګه په لاندې صورتونو کې د سلام ځواب ورکول واجب نه دي :

د لمانځه په حالت کې ، د خوراک او څښاک په حالت ، د تلاوت ، ذکر ، خطبې او تلبيه ويلو په وخت کې ، د قضاء حاجت په وخت کې ، د اذان او اقامت په وخت کې ، د طفل او نيشه کس ، د ځوانې ښځې چې د فتنې وېره وي ، د فاسق سړي او بيده کس د سلام ځواب ورکول نشته .

جاء في حاشيه ابن عابدين :

رَدُّ السَّلامِ وَاجِبٌ إلا عَلَى مَنْ فِي الصَّلاةِ أَوْ بِأَكْلٍ شُغِلا أَوْ شُرْبٍ أَوْ قِرَاءَةٍ أَوْ أَدْعِيَهْ أَوْ ذِكْرٍ أَوْ فِي خُطْبَةٍ أَوْ تَلْبِيَهْ أَوْ فِي قَضَاءِ حَاجَةِ الإِنْسَانِ أَوْ فِي إقَامَةٍ أَوْ الآذَانِ أَوْ سَلَّمَ الطِّفْلُ أَوْ السَّكْرَانُ أَوْ شَابَّةٌ يُخْشَى بِهَا افْتِتَانٌ أَوْ فَاسِقٌ أَوْ نَاعِسٌ أَوْ نَائِمٌ

ابن عابدين ۵/۲۶۷

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.