د لمانځه وروسته سجده کول څه حکم لري ؟

دآنلاین اسلامی لارښود کارکوونکو ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم ځما پوښتنه په داسی ټوګه ده ځینی خلک کله چی لمونځ خلاص کړی دلمانځه ورسته سجده کوی ایا دا سجده دشرع دنګاه څخه صحیح ده او که یا؟
اویو ورځ وړاندی ما تصوف په هکله یوه پوشتنه کړی وه اوتاسو ځواب را نه ګړ هیله ده چی ددی پوښتنی سره یو د تیری پوښتنی ځواب هم راکړی؟
Shafiq ahmad from Kandahar
السلام علیکم ورحنة الله وبرکاة الله پاک دی تاسو ته اجر در کړی چی زموږ سوالونو ته جواب راکوی دیره مننه که راته ووایاست چی د لمانځه څخه وروسته سجده کول څنګه دی که یو څه معلومات راکړی چه صحت لری او که نه دیره مننه

تواب رحيمي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د لمانځه وروسته سجده کول او د هغه عادت جوړول صحي نه دي .

سجده شکر کول مستحب دي چې د خوشحالۍ او نعمت د شکراني پر مهال ادا کيږي د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو څخه د شکر سجده کول ثابت شوې دي .

فعَنْ أَبِي بَكْرَةَ رضي الله عنه عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (أَنَّهُ كَانَ إِذَا جَاءَهُ أَمْرُ سُرُورٍ أَوْ بُشِّرَ بِهِ خَرَّ سَاجِدًا شَاكِرًا لِلَّهِ) رواه أبو داود (2774) وصححه الألباني في ” صحيح أبي داود ” .

وقد سجد كعب بن مالك رضي الله عنه حين جاءه خبر توبة الله عليه . رواه البخاري (4418) ومسلم (2769) .

مګر د لمانځه نه وروسته په سجده پريوتل او هغه خپل عادت جوړول بدعت او د سنتو خلاف عمل دی

فتاوي دارالعلوم ديوبند ليکي :  د فرض لمانځه نه پس په سجده پريوتل او دعا غوښتلو څخه منع کړشوی ده په درالمختار کې دی ولکنها يکره بعد الصواة لان الجهلا ،يعتقدونها سنة او واجبة والله اعلم (ج ۲ ص ۴۷ ) .

ځکه چې ځنې نا پوهه بيا دا ګمان کوي چې هغه سنت يا واجب ده .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *