د قربانۍ ځينې مسائل

په مسافر باندې قرباني شته او که نه ؟

ځواب : که مالک د نصاب وي قربانې ورباندې واجبه ده (کفايت المفتي ج ۸ ص ۱۷۹ ) .

د سود خور سره په قرمانۍ کی شريکيدل جايز دي ؟

ځواب : د سود خور سره شريکيدل نه دې پکار(بحواله سابق )

د قربانۍ د څرمنې مصارف څنګه دي ؟

د څرمنې د قيمت صدقه کول واجب دي ،محتاجو خپلوانو،فقيرانو،مسکينانو يعنی کوم ځايونو کې چې د صدقاتو د مصرف ځايونه دي هلته مصرفيږي  (ويتصدق بجلدها الخ – درمختار۳۳۸/۶ ) .

د قربانۍ څرمني د تنخوا په طور امام ته ورکول جايز دي او که نه ؟

ځواب : د څرمنې قيمت امام يا بل چاته په اجرت کې ورکول جايز نه دي دليل : عن علی ان النبی صلی الله عليه وسلم امره،ان يقوم علی بدنه وان يقسم بدنه کلها لحومها وجلودها وجلالها ولا يعطی فی جزارتها شيئاً (بخاري ) يعنی حضرت علی رضی الله عنه ته نبی صلی الله عليه وسلم حکم وکړ چې زمونږ د قربانۍ د اوښانو ته انتظار کوه او ټول اوښان تقسيم کړه ،غوښه ،چرمن او نور ټول تقسيم کړه او د ذبحې په اجرت کې ددې نه څه شی مه ورکوه ، او که بدون له اجرت ورکولو امام شرعاً مستحق وي نو ورکول يې باک نه لري .

د قربانۍ څرمن د جومات د مصارفو د پاره استعمال کيدای شي ؟

ځواب : که څرمن پخپله د قربانې څيښتن رنک کړی جانماز وغيره څه شی ترې جوړ کړي نو جايز دی مګر داسې کولو ته زمونږ په زمانه څه ضرورت نشته ، نو کله چې څرمن خرڅه شی د هغه صدقه کول پکار دي هغه د جومات په تعمير او نورو مصارفو کې استعمالول جايز نه دي (کفایت المفتي ج ۸ ص ۲۳۲ ) .

دعوت نیوز.کام

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟