د فرانسی حکومت په اسلامی حجاب بنديز ولګولو

د اسلام پر ضد د نړيوالی شيطاني کړۍ غړی هيواد فرانسې پر حجاب  بندیز ولګولو .

د فرانسې نژاد پرست قانون د دوشنبی د ورځې راهسې په اسلامې حجاب (نقاب ) بنديز ولګولو .

دغه قانون چې د ۲۰۱۰ د اکتبر پر ۱۱ تاريخ تصويب شوی وو ، په عمومي اماکنو ، مدارسو ، مکاتبو او دفترونو کې  د چادرۍ يا نقاب په اچولو بنديز ولګول شو ، په دغه شيطاني قانون کې ویل شوی دی  که هرې مسلمانې ښځې د دغه قانون خلاف کارې وکړه لومړی به ۱۵۰ يورو جريمه ورکوي  يا د ښاري زده کړې دوره به طی کوی يا به په ددې دواړو محکوميږي .

په دې ترتيب  له نن ورځې وروسته به په عمومی اماکنو ، بازار ، تم ځايونو ، مکاتبو او دفترونو کې ښځی چادرۍ يا نقاب کې نه لیدل کيږي .

د تیرې شنبې په ورځ د دغه قانون پر ضد مظاهرې وشوې او د مظاهره کونکو له ډلې شپږ تنه ونيول شول .

د فرانسې د حکومت دا اقدام ددې د پاره تر سره شو چې په فرانسه کې اسلام د چټک پر مختګ په حال کې دی  د ځنو څيړنو له مخې په فرانسه کې په هرو اوو (۷) دقيقو کې يو تن د اسلام په مقدس دين مشرف کيږي .

انا لله و انا الیه را جعون

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *