د غير مسلمانانو د پاره د نيوراک د جوماتونو پرانيستل

 غير مسلمانان د نيوراک په غرب کې د څلورو جوماتونو د پلانيستلو په مراسمو کې د اسلام په باره کې د خپلو سوالونو ځوابونه اروي .

ددې څلورو مساجدو د پرانستلو په مراسمو کې چې نن ورځ يک شنبه 21Nov  د نيوراک په عرب د نياګارا په سيمه کې تر سره کيږي د غيرمسلمانانو د پاره ښه فرصت دی تر څو د اسلام په باره کې د خپلو پوښتنو ځوابونه په لاس راوړي

په دې جوماتونو کې اسلامې مشران حاضر دي تر څو د غير مسلمانانو د اسلام او مسلمانانو په باره پوښتنو ته ځواب ووايي .

د بونالونيوز د راپور له مخې : يو له دغو جوماتونو نن ورځ د طوبی په نوم جومات دی چې د غير مسلمانانو پر مخ يې دروازې خلاصې دي

ددې مراسمو د تر سره کولو هدف دا دی تر څو په امريکا کې غير مسلمانان وپوهول شي او د دوی له دوماغ څخه د اسلام او مسلمانانو په باب منفي افکار لرې شي او دوی د اسلام او مسلمانانو سره بلد کړ شي .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.