که یو سړی خپلی ښځی ته طلاق ورکړیوی ایا بیا امکان لری چی هغی ښځی سره دوباره نکاح وکړی؟
د ځواب په تمه مو.
الله تعالی دی تاسو ټولو ته جنت فردوس نصب کړی امین
رحيم الله
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
طلاق په دری ډوله دی ۱- رجعي طلاق ۲- بائِن طلاق ۳ – مغلظه طلاق
۱- رجعی طلاق : رجعي طلاق هغه طلاق دی چه په هغه سره نکاح له منځه نه ځي په رجعي طلاق کې که چيرې طلاق ورکوونکی پښيمانه شي نو هغه دوباره د يوه خاصه وخته پورې بې له نوی نکاح څخه ښځه په خپل عقد کې ساتلی شي .
هرکله چه يوی ښځی ته په صريحوالفاضو کې رجعي طلاق ورکړ شي اوبيا دعدت ( دريوحيضو موده ) په دننه کې طلاق ورکوونکی ته پيښماني پيدا شي نو هغه بيله نوی نکاح نه هم ښځه پخپل عقد کښې ساتلی شي اوبيرته رجعت ورته کولای شي که ښځه رضا وي او که نه .
۲- با ئن طلاق يا رجعي څه وخت با ئن ګرځی :
بائِن طلاق هغه طلاق دی چه نکاح ورباندې ماتيږي ښځه د نوی نکاح په کولو دوباره له سره نکاح کيږي
که د يوه يا دؤ صريحه طلاقو ورکولو نه پس يی په ټول عدت کې هغه ته رجوع ونکړه – نو اوس دعدت يعنی دريو حيضو د مودې تيريدو نه پس که چری ښځې ته يې يو طلاق ورکړی وي نو يو طلاق باين به پريوځی او که دوه طلاق يې ورکړی وي نو دوه باين به پريوځې .
اوس که دی بيا په خپل عقد د نکاح کې راوستل غواړي نو دوباره به نکاح کوي په نکاح کی د دواړو رضا شرط ده.
۳- طلاق مغلظه : که چيری سړی د يوه يا دوه طلاقو پر ځای دری طلاقه ورکړی وي، نو اوس نه خو رجعت کولی شي او نه نوی نکاح نو اوس يوه لاره شته چه هغه حلاله ده او بس .
په يو ځل دری طلاق ورکول سخته ګناه ده .
و الله سبحانه وتعالی اعلم