اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترمو!
د شرمګاه دخريلو په باره کي که دغه لاندي پوښتي راته جواب کړي ډيره مهرباني به مو وي .
کوم څايونه بايد وخريل شي دښځي او نارينه(د مقعد خريل جايزدي او که نه) ؟
په څومره وخت کي اويا څومره اندازه دښځي او نارينه ؟
په دوا سره جايز دي او که نه البته د نارينه لپاره؟
او د ښځي لپاره په ماشين او يا پاکي سره خريل جايزدي او که نه؟
ډيره مننه- نصيب الله
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول : په حديث شريف کې العانة څخه مراد د نارينه او ښځې د مخ طرف شرمګا شا او خوا ويښتان مراد دي .
امام نووي رحمه الله وايي :
قال الامام النووي فی الشرح :المراد بالعانة الشعر الذي فوق ذَكَر الرجل وحواليه وكذا الشعر الذي حوالي فرج المرأة .
د مقعد د ويښتانو خريل جايز دي او ځنو مستحب بللي دي ځکه د دغه ويښتانو د خريلو حکمت نظافت دی .
دوهم : په هره هفته کې يې لری کول غوره دي مګر زياته موده يې څلويښت ورځې ده چې تر هغه زيات نه پريښودل کيږي .
أنس رضی الله عنه ويلي : « وَقَّتَ لَنَا فِي قَصِّ الشَّارِبِ وَتَقْلِيمِ الْأَظْفَارِ وَنَتْفِ الْإِبِطِ وَحَلْقِ الْعَانَةِ أَنْ لَا نَتْرُكَ أَكْثَرَ مِنْ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً»[2]
پيغمبر صلی الله عيله وسلم د بريتونو د لنډولو ،نوکونه ،د تخرګو او شرمګا ويښتانو د خريلو څلويښت ورځې مقرری کړی ،چې دا به تر دې زيات نه پريږدی .
دريم : د نارينه د پاره خريل مستحب دي او د ښځې د پاره يې ايستل مستحب دي مګر د ويښتانو لرې کول په کومه بله وسيله يا دوا جايز دي ځکه ددې سنت څخه اصلي مطلب د دغه ويښتانو لرې کول او د نظافت ساتل دي هغه که په هر شي لرې شي .
موسوعة الفقهية ليکي :
لا خلاف بين الفقهاء في جواز إزالة شعر العانة بأيّ مزيل من حلق وقصّ ونتف ونورة ، لأنّ أصل السّنّة يتأدّى بالإزالة بأيّ مزيل ، كما أنّه لا خلاف بينهم في أنّ الحلق أفضل لإزالة شعر العانة في حقّ الرّجل .
أمّا المرأة فيرى الحنفيّة والشّافعيّة أنّ الأولى في حقّها النّتف .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
[2]. مسند احمد (3/122، 203، 255). مسلم (258). ابوداود (4200). نسائي (14). ترمذي (2759)، ابن ماجه (295).