د سورت په سر کې بسم الله.. ویل څه حکم لري ؟

نوم: شفيع الله
تخلص: الياس
پلار نوم: عبدالوکيل
اصلي او فعلي استوګنځی: افغانستان/ وردګ/ چک/ بلاغ
پوښتنه : مونږ تجويد کې د استعاذه او بسمله د قرائت اصول ويلي دي خو دا راته نه ده معلومه چې د بسم الله… ويل د سورة په سرکې څه حکم لري ؟ مثلا : فرض، واجب ، سنت او يا مستحب او دليل يې څه دی اعوذبالله خو ثابته دچې دليل قرآني دی اذا قرئت القرآن فستعذ باالله من الشيطان الرجیم
هيله د د بسم الله… حکم هم را ته سره له دلیله واضح کړئ 
په پوره درناوي

الجواب:

بسم الله الرحمن الرحیم

تنها لمونځ کونکي د پاره د هر رکعت په شروع کې بسم الله الرحمن الرحيم ویل سنت دی (فقه میسر- فقه اسلامې – کفايت المفتي ) .

د (بسم الله الرحمن الرحيم ) په اړه زمونږ د مذهب (احنافو ) نظريه دا ده چې بسم الله د قرآنکريم يو آیت دی او د سورتونو د فصل يا جدايی د پاره نازل شوی دی ، نو نه د فاتحه جز دی او نه هم د کوم بل سورت جز دی بلکې يو ایت دی د قرآنکريم له آيتونو څخه .

او د بسم الله ويل د الحمدلله او بل سورت په مينځ کې سنت نه دی علامه شامی رحمه الله همدې قول ته ترجيح ورکړی ده ، البته ویل يې باک نه لری .

و فى الدر:

“و لا تسن بين الفاتحة و السورة مطلقاً و لو سرّية، ولا تكره اتفاقاً… و هى آية واحدة من القرآن كلّه انزلت للفصل بين السور فما فى النمل بعض آ ية اجماعاً و ليست من الفاتحة و لا من كل سورة فى الاصح).

نقل فی فتاوي المحمودی حنفي .

د سورت په اول کې بسم الله ویل لمانځه ته څه نقصان نه رسوي او نه ویل یې هم څه نقصان نه رسوي.

والله اعلم

دعوت نیوز دارالافتاء کابل افغانستان

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.