د سلام مسنونه آداب
۱- سلام اچول د محبت او سلامتیا او ورورولی اظهار دی ، د مسلمانانو تر مينځ د محبت وسيله ده ، جناب رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«لا تدخلون الجنة حتى تؤمنوا ولا تؤمنوا حتى تحابوا أولا أدلكم على شيء إذا فعلتموه تحاببتم أفشوا السلام بينكم » (رواه مسلم ).
ژباړه : نشئ تلی جنت ته تر هغه پورې چې پوره مؤمن نه شئ او تر هغه پورې (کامل ) مؤمن نشئ کيدای . څو پورې چې تاسو کې د يو بل سره مينه محبت نه وی پيدا شوی . ولی زه تاسو ته هغه عمل ونه ښايم چې د هغه په کولو سره ستاسي په منځ کې محبت پيداشي هغه دا دی چې سلام په خپل مينځ کې ښه خور کړئ .
۲- د سلام لفظ عبارت دی له : «السلام عليکم » يا «السلام عليکم ورحمة الله » او يا « السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته » (سلامتيا دی وې پر تاسی ، برکتونه او رحمتونه د الله دې وی پر تاسو باندی).
۳- سلام اچول پر مسلمان باندې يو ټولنيز حق دی .
رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« حق المسلم علی المسلم سِت قيل ما هُن يا رسول الله قال اذا لقيته فسلم عليه واذا دعاک فاجبه و اذا استنصحک فانصح له و اذا عطس فحمد الله فشمته وَ اِذا مرض فعده واذا مات فاتبعهُ .» (رواه مسلم).
ژباړه : په يو مسلمان باندې د بل مسلمان شپږ خاص حقونه دي . اول دا دی چې مخامخ شو نو سلام به کوی . دوهم داچې دعوت در کړي نو دعوت به يې قبلوې (په شرط ددی چه څه شرعي مانع نه وي) . دريم دا چې: د نصحيت او مشورې غوښتنه تر څخه وکړي نو هغه ته نصيحت او مشوره ورکوې ، څلورم دا چې د پرنجي پر مهال هغه ته د الحمدلله ځواب په يرحمک الله سره ورکول ،پنځم دا چې کله مريض شي د هغه پوښتنه کول ، شپږم دا چې کله وفات شي د هغه په جنازه کې کډون کول .
۴- سلام اچول د کور څخه د باندې او همدارنګه د خپل کور اهل عيال ، والدينو ، وروڼو او خويندو باندې سنت مؤکد دي او د سلام ځواب ورکول واجب دي .
لقوله سبحانه وتعالی :«وَإِذَا حُيِّيْتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّواْ بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا» (النساء :۸۶ ) .
۵- په سلام اچولو کې وړاندې وړاندېوالی مستحب دی .
دحضرت ابو امامه رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد فرمايې : چه په خلقو کې الله ته نيږدی او دهغه درحمت مستحق هغه بنده دی چې په سلام کولو کې وړاندی والی کوي .
۶- روان سړی دې په ناستو خلکو سلام اچوي ، په سپرلی سپور سړی دې په پياده باندې سلام اچوي ، کوچنی دې لوی ته سلام اچوي ، او لږ سړي دې ډېرو ته سلام اچوي .
رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«يُسلم الصغير علی الکبير والمارُ علی القاعد و القليلُ علی الکثير» ( رواه البخاری).
ژباړه : کوچنۍ دی لوی ته سلام کوي ، او په لاره باندې تلونکی او روان دې په ناستو خلکو سلام اچوې او لږ سړی دې لوی ډلې ته سلام کوي .