وعن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: « يُسَلِّمُ الرَّاكبُ عَلَى الْمَاشِي، وَالْماشي عَلَي القَاعِد، والقليلُ على الكَثِيِرِ » متفق عليه. وفي رواية البخاري: والصغيرُ على الْكَبِيرِ » .
ترجمه:ابی هریرة روایت کوي چه رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل چه سلام به اچوي سپورسړی په پیاده تلونکي او تلونکې به سلام اچوي په ناست سړی او لږخلک په ډیرو اود بخاری شریف په روایت کې وړوکې په لوی باندی .
تبصره: ابن بطال ویلی دي چه پیاده تلونکې په ناست سړی ځکه سلام اچوي چه دا مشابه دی دهغه چاسره چه داخلیږي په اهل د کور باندې اوسپورسړی په پیاده باندې ځکه سلام اچوي چې دسپرلی په وجه په ده کې کبر پیدا نه شي اولږخلک به په ډیروباندې ځکه سلام اچوي چه د ډیرو خلکوحق زیات وي په لږوباند ې.
وعن أبي أُمامة صُديِّ بن عجلان الباهِلِي رضي الله عنه قال: قال رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:«إنَّ أوْلىَ النِّاس بالله مَنْ بَدأهم بالسَّلاَم )).رواه أبو داود بإسنادٍ جيد، ورواه الترمذي عن أبي أُمامةَ رضي الله عنهُ قِيلَ يارسولَ الله، الرَّجُلانِ يَلْتَقيان أيُّهُمَا يَبْدأُ بالسَّلام، قال أوْلاهُمَا بالله تعالى ، قال الترمذي: حديث حسن.
ترجمه:ابی امامة روایت کوي چه وویل رسول الله صلي الله علیه وسلم بیشکه ډیرنږدې اوغوره کس اللهجل جلاله ته هغه څوک دی چه شروع کوي په سلام ویلوسره.
او د ترمذي شریف په روایت ابی امامة رضي الله عنه روایت کوي چه د رسول الله صلي الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه چه که دوه سړی سره مخامخ شي کوم یو به سلام اچوي رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل چه هغه کس چه اللهجل جلاله ته ډیر نږدې وي.
تکرار د سلام په داسې حال کې چه څو نفره ملاقي شي په نږدې وخت کې
عن أبي هريرة رضي اللَّه عنه في حديث المسِيءِ صَلاتُه أنَّهُ جاء فَصَلَّى ثُمَّ جاء إلى النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فَسَلَّمَ عَلَيْهِ فَرَدَّ عَلَيْهِ السَّلام فقال: « ارجع فَصَلِّ فَإنَّكَ لم تُصَلِّ» فَرَجَعَ فَصَلَّى ، ثُمَّ جاء فَسَلَّمَ عَلَى النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم حَتّى فَعَل ذلكَ ثَلاثَ مَرَّات. متفق عليه.
ترجمه:د ابی هریرة رضي الله عنه نه روایت دی په هغه حدیث کې چه په هغې کې ذکر د خرابونکې د لمانځه شوی چه یو سړی راغی لمونځ یی وکړ بیا راغی رسول صلي الله علیه وسلم ته اوسلام یی پرې واچوه نبي علیه السلام د سلام جواب ورکړ نوورته یی وفرمایل چه لمونځ وکړه لمونځ دې ونه کړ پس راوګرزیده لمونځ یی وکړ بیا راغی رسول صلي الله علیه وسلم ته اوسلام یې واچوه په رسول صلي الله علیه وسلم باندی تردې چه دا کار یی دري ځله تکرار کړ، مطلب داچه سلام یی په ډیر کم وخت کې څوځله تکرار کړ.
وعنه عن رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: «إذا لقيَ أَحَدَكُمْ أخاه فَلْيُسَلِّمْ عَلَيْه، فَإنْ حالَتْ بَيْنَهُمَا شَجَرَةٌ أو جِدَارٌ أوْ حَجَرٌ ثُمَّ لَقِيَهُ فَلْيُسَلِّمْ عَلَيْه» رواه أبو داود.
ترجمه:ابی هریرة رضي الله عنه روایت کوي چه رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل: کله چه یوله تاسې دخپل ورورسره ملاقی یا مخامخ شی نوسلام دواچوی په هغه اوکه چیرې حاېل واقع شی په مابین ددوي کې یوه ونه ،یایو دیوار،یا یوه تیږه اووروسته بیاملاقی شی نوسلام د واچوي په هغه ورورباندې.
تحریم د ابتدا د سلام په کافر باندې اوکېفیت د رد دسلام په دوي باندې:
وعن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: « لاتَبَدَأوا اليَهُودَ ولا النَّصَارى بالسَّلام، فإذا لَقِيتُم أحَدَهُم في طَرِيق فَاضطّرُّوهُ إلى أضْيَقِهِ » رواه مسلم.
ترجمه:د ابی هریرة رضي الله عنه نه روایت دی چه رسول صلي الله علیه وسلم فرمایلی دی چه شروع مه کوي په یهودو اونه په نصاراوو په سلام اچولو سره کله چه ملاقی شی یو د دوی سره په لاره کې مجبو ره یې کړی دوی تنګ طرف دلارې ته.
تبصره: دکفارو مجبوره کول تنګ طرف دلارې ته هغه وخت کېدای شی چه په لاره کې ازدحام نه وي اوکه ازدحام وی نوبیاڅه حرج نشته.
وعن أنس ٍ رضي الله عنه قال: قال رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم:« إذَا سَلَّمَ عَلَيكُم أهلُ الكتاب فَقُولُوا: وعَلَيْكُمْ » متفق عليه.
ترجمه:حضرت انس رضي الله عنه نه روایت دی ده ویلی چه فرمایلی دي رسول الله صلي الله علیه وسلم چه کله سلام واچوو په تاسې باندی اهل کتابو نو واجب دی جواب ستاسې په وعلیکم سره .
وجه د وجوب د رد سلام د دوی په وعلیکم سره هغه ده چه په مسلم شریف کې ذکر شویده چه یهود کله سلام اچوی په تاسې باندی نو دوی وايي چه (السام علیکم) یعنی مرګ دی وی په تاسې باندی نو ته ورته په جواب کې ووایه (علیکم) اوپه بل روایت کې (وعلیکم)دی په دی تقدیر معنی یی کېږی (اوپه تاسې هم)یعنی مونږ اوتاسې په مرګ کې سره شریک یو،اودمعنی دتشریک افاده کوي اوکه واو ورسره ونه ویل شی نومعنی یی داسی کېږی چه مرګ دی یو اځی په تاسې باندی وی اوتقدیر دکلام داسی کېږی(علیکم السام)،اوبعضی علماو ویلی دی چه په اثبات واو کې دا احتمال شته چه واو دپاره د استناف شی نه دپاره د عطف نو په دی تقدیرسره یی معنی داسی کېږی چه (وعلیکم ماتستحقونه من الذم)یعنی په تاسې دهغه څه وی چه تاسې یی مستحق یی دهغه ګناه.
وعن أُسامه رضي الله عنه أن النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم مَرَّ عَلَى مَجْلسٍ فيه أخلاطٌ من المُسلِمِينَ والمُشرِكِين عَبَدةِ الأوثَانِ واليَهُودِ فَسَّلمَ عَلَيْهِمْ النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم. متفق عليه
ترجمه:دحضرت اسامة نه روایت دی چه نبی صلي الله علیه وسلم تیریده په داسی یو مجلس چه په هغه کې ګډوډ وو مسلمانان اومشرکان عابدان دبوتانو اویهود پس سلام واچوه په دوی باندی نبی صلي الله علیه وسلم.
تبصره: په دی حدیث شریف کې دا خبره ذکرشوه چه رسول صلي الله علیه وسلم په دې ټولو باندی سلام واچوه مګرسلام د ده په اعتبار دمؤمنینوسره وو ځکه چه اول سلام اچول په کافرو باندی ناجایز دی اومنعه ترې راغلې ده.
ماخذ: ریاض الصالحین
ليکنه : صهيب صاحب