شازیه مومند
زیتون خورا ګټور دی . وئیل کیږی چې زیتون د هر ډول ناروغي درمل دی . زیتون په قرآن کریم کی څو ځله ذکر شوی دی . الله سبحان وتعالی د مؤمنون په سورت کی د زیتون په اړه فرمایلی دی …*
{وَشَجَرَةً تَخْرُجُ مِن طُورِ سَيْنَاء تَنبُتُ بِالدُّهْنِ وَصِبْغٍ لِّلْآكِلِينَ } المؤمنون20 .
⑴ د پنډو کولمو د ناروغیو د پاره ډیرښه دی.
⑵ د انسان په بدن کې کلسټرول کنټرولوي.
⑶ د وینې فشار په کمولو کې مرسته کوي.
⑷ د ګــیــډی چــینــجــیان له منځه وړي
⑸ په پښتورګې کې ډبرې ویلي کوي او پښتورګی سموي.
⑹ د بندونو دردونه آراموی ، د ملا درد سموی او د نقرص ناروغۍ ته هم ډېره فایده ورکوي .
⑹ سپین ږیرتیا ځنډوی وریښتان سموی او ویښتان ټینګوی .
⑺ د انسان په بدن کې د وینې جریان په منظمه توګه ساتي .
⑻ د انسان د بدن مافیت لوړوي .
⑼ د جرب ناروغ ته زیاته ګټه رسوي.
⑽ که د زیتون تیل د ګرمو اوبو سره وچیښل شی د ګیدی د بیلابیلو سرطانونو مخنوی کوي.
⑾ میکروبونو پر وړاندې مقاومت ډېر شي.
⑿ د بدن غړی قوی کوی.
⒀ د زړه ناروغیو درملنه کوي.
⒁ قبضیت سموي.
هغه ناروغان چې د روماتیزم پر ناروغۍ اخته دې د زیتونو پاڼې دې وخوټوي او جوس دې یې کړي او هر سهار په نهره دې وچښي ، د دې ترڅنګ چې دردونه یې تسکینوي / آراموي … د ناروغۍ په لمنځه وړلو کې چټک رول هم لوبوي .
د زیتون د پاڼو ژوول مو د خولې بد بویي له منځه وړي او د خولې زخمونه مو جوړوي .
د زیتونو غوړي د وچ ټوخي د له منځه وړلو لپاره ښه درمل دي او د زیتون د تیلو څخه د غذایې مواد په ساتلو کی کار اخلی .
د زیتون د ونې ، پاڼې ، میوې ټولو څخه کار اخیستل کیږی . د زیتون د تیلو څخه د زړه ، چنګاښ ، جلدی ناروغیو درملونه جوړیږی . د زیتون د ونې لرګی ډیر ښه لرګي دی وېنه یې نه خوری . د کور د اساس په جوړولو کی کار ځينی اخیستل کیږی.