د زهرجنو سریالونو، فلمونو او ډرامو حقیقت!

حسان مجاهد

نن سبا چې په ټولنیزو رسنیو کې کوم سریالونه، فلمونه او ډرامې خپریږي، که په هره بڼه وي، له بد اخلاقیو خالي نه دي، لکه د ښځو بې پردګي، ناروا اختلاط، موسیقي او فاحشي منظرې.

په دې ډرامو کې د ناروا مینې او عشق کیسې، د بې حجابي صحنې، د مېړه او مېرمنو ترمنځ خیانت او نور ورته موضوعات په پراخه توګه ښکاره کېږي.
همدارنګه په دې خپرونو کې ناروا اړیکې عادي ښودل کېږي، زنا جواز مومي، او د بې‌ حیايۍ موضوع د پرمختګ په نوم وړاندې کېږي.

کوم څوک چې په دې سریالونو او خپرونو پراخ لګښتونه کوي، یوازینی هدف یې داده چې زموږ ځوانان د الله تعالی له لارې واوړي، له لوړو اهدافو لاس واخلي، او یوازې د خپلو خواهشاتو غلامان پاتې شي.

د بهرنیو فلمونو او سریالونو لیدل په اسلامي عقیده او اخلاقو باندي لوی خطر دی، ځکه دا خپرونې د اسلامي اصولو تابع نه دي، او د دې فلمونو تولیدونکي د اسلام اصولو ته هیڅ پابند نه دي. ځینې چینلونه چې مخکې تړل شوي وو، اوس خلاص شوي دي او زنا پکې په ښکاره او وړیا توګه ښودل کېږي.

د دې سربېره، داسې ډرامې ډېرې اوږدې وي، چې ځینې وختونه یې شمېر تر ۳۰۰ برخو رسېږي. خو بیا هم ښځې او نارینه دواړه، د دې خپرونو لیدلو ته لیوالتیا لري، د هغوی وختونه پېژني او د بیا خپرولو وختونه یې په یاد لري.

دا خپرونې د نفساني غوښتنو دروازې پرانیزي، ارزښتونه او اسلامي اخلاق زیانمنوي، او داسې چاپیریال وړاندې کوي چې په ښکاره ډول غیر اسلامي او غیر اخلاقي دي.

خطرونه:

په دې ډرامو کې داسې صحنې وي چې پکې د نامشروع اړیکو د سپکاوي په ځای ستاینه کېږي. د زنا او فحاشۍ په وړاندې بې پروايي ښودل کېږي او دې ته په خورا عادي توګه کتل کېږي. خلک داسې روزل کېږي چې ناروا کړنې عادي وګڼي. د دې ترڅنګ ځینې عربي ډرامې د دې فساد په برخه کې لا زیاتې مخکې دي.

پایله:

دښمنانو د دې وسايلو خطر ته پام کړی دی، او د فاسدو رسنیو په وسیله یې د مسلمانانو فکرونه زیانمن کړي دي. دا د مسلمانانو سیمې نه، بلکې د هغوی ذهنونه استعماروي، موږ د داسې یرغل سره مخ یو چې نه ټانکونه لري او نه الوتکې، بلکې دا د شهواتو، فحاشۍ، او ناوړه فلمونو یرغل دی.

په پای کې باید ووایم، چې د دې بدمرغیو مخنیوی زموږ  په لاس کې ده، نو موږ باید د دې فاسدو رسنیو او خپرونو پر وړاندې هوښیار پاته شو او د خپلو کورونو دروازې باید د دې فاسدو رسنیو پر وړاندې وتړو خپل ځوان نسل د فتنو او فسادونو له دې خطرناک طوفان څخه وژغورو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.