د رسول او نبي تر مينځ څه فرق دی ؟ او عالم چا ته ويل کيږي ؟

فرق بين نبى وه و رسول چى است و ما به يك شخص رسيده عالم گفته ميتو انيم يانى

حمدالله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

رسول هغه دی چې نوی شريعت او دين ورباندې نازل شوی وي او نبي هغه دی چې نوی شريعت نه وي ورباندې نازل شوی بلکي د پخواني شريعت په طريقه باندې د الله د دين طرف ته خلک بولي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ، موسی عليه السلام ، عسی عليه السلام رسولان او نبيان ؤ مګر اسماعيل ، اسحاق ، يعقوب ،او يوسف يوازې انبياء ؤ .

عالم پوه سړي ته وايي هغه چې علم يې حاصل کړی وي هغه که دينوي علم يا شرعي .

مګر ديني او شرعي عالم هغه چا ته ويل کيږي چې په شرعي علم باندې عمل ولري او د الله جل جلا له څخه ويرېدونکی وي .

قال تعالى ( إنما يخشى الله من عباده العلماء)

او څوک چې په علم باندې عمل و نه لري او تقوی ونه لري هغه ته لفظي عالم ويل کيږي حقيقي عالم نه دی .

او زمونږ په اصلاح کې مولوي د مولی د کلمې څخه اخيستل شوی يعنې هغه کس چې مولی واله وي يعنې په علم باندې عمل کوي او پرهيزګاره وي .

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.