د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دعا غوښتل

سلامونه او نیکی هیلی می ومنۍ.
یو څو ورځی مخکی د اقامی اخیستلو لپاره په نوبت کی ولاړ وم،زما څخه وروسته یو کس چی د هند څخه وه ولاړ وه، تر روغبړ وروسته مو همداسی بحث په ډاکتر ذاکر نایک راغی تری پوښتنه می وکړه چی څنکه سړی دی؟
مونږ خو الازهر ته نوی راغلی یو عربی مو پوره نده زده،ما سره په څنګ کی یو بل دوست هم ولاړ وه چی خبری یی ترجمه کولی.
نو هغه هندی داسی یی وویل:
ډاکتر ذاکر نایک په یو کی غوڼډه خبری کولی چی یو کس تری پوښتنه وکړه چی :
د رسول الله ص څخه سوال کول څنکه دی؟
هغه ورته وویل چی :
د رسول الله ص څخه سوال کول حرام دی خو په اوسنی وخت کی یی منل هم حرام دی؟
ماته دا فکر راغی چی یو چا چی ټول عمر د اسلام دین د تبلیغ دپاره وقف کړی وی هغه چیرته داسی خبره کوی.
نو زه خو په عربی هم دومره نه پوهیدم دومره بحث مو ورسره ونه کړ خو ما ورته وویل چی څه ثبوت لری چی ډاکتر ذاکر نایک داسی خبره کړی؟
هغه وویل چی مایی ویډیو لیدلی ده .
ما تری د ویډیو ادرس وغوښت خو هغه وویل چی ماسره اوس نشته خو پیدا به یی درته کړم.
نو هیله ده چی خپل نظرونه وړاندی کړۍ.
ایا دا واقعیت لری او که هسی د کفارو تبلیغات دی؟
مننه
ستاسو ورور عبدالله دانشیار – د الازهر پوهنتون – مصر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دعا عبادت دی او دعا غوښتل بغير له الله تعالی نه د هيچا څخه جواز نه لري راسخه عقيده دا ده کوم چې په هر لمانځه کې مونږ وايو (اياک نعبد و اياک نستعين ) يعنې خاص تا ته عبادت کوو (ای الله جل جلا له  ) او خاص له تا څخه مرسته غواړو.

الله تعالی فرمايي : وَلا تَدْعُ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لا يَنْفَعُكَ وَلا يَضُرُّكَ فَإِنْ فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِنَ الظَّالِمِينَ (يونس 160)

(بغير له الله تعالی د بل چا عبادت مه کوه ،هغه چې نشي رسولای نفعه تا ته (بلنه د هغه ) او نه ضرر رسولی شي تاته (بلنه دهغه ) نو که بالفرض د غير الله عبادت وکړې نو يًقيناً ته به وې له ظالمانو )

او فرمايي : فَلا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا (١٨) »[جن]

همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : إِذَا سَأَلْتَ فَسَأَلِ اللَّهَ وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللَّهِ ( احمد – 1/307 ترمذی – 2516 )  يعنې کله چې څه غواړئ له الله جل جلا له  څخه يي وغواړئ او کله چې څه مدد غواړئ له الله جل جلا له  څخه يي وغواړئ .

الدرالمختار ليکي :

و منها (ای من الشرک ) انهم کانوا يستعغيثون بغيرالله فی حوائجهم من شفاء المريض و عناء الفقير و ينذرون لهم بتوقعون انحاج مقاصدهم بتلک النذور ، ويتلون اسماءهم رجاء برکتها ، فاوجب الله تعالی عليهم ان يقولوا فی صلاتهم اياک نعبد و اياک نستعين قال الله جل جلا له  تعالی : فلا تدعو مع الله احدا ، اوليس المراد من الدعاء العبادة کما قاله بعض المفسرين بل هو الاستعاذه لقوله تعالی : بل اياه تدعون يکشف ما تدعون ( ردالمحتار مع الدرمختار ۶/۳۹۵ ) .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *