د ذِکر فضيلت

اول – په قرآن کې د ذکر فضائل

۱- ذکر کول د الله تعالی د حکم پر ځای کول دي :

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَاذْكُر رَّبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعاً وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَالآصَالِ وَلاَ تَكُن مِّنَ الْغَافِلِينَ] (الأعراف:۲۰۵).

ژباړه: او خپل رب په خپل زړه کې (له ځانه سره ) په زارۍ او وېره ، نه په لوړ آواز په سبا او بيګا کې ياد کړه او له غافلانو څخه مه کيږه .

۲- د ذکر کوونکو لپاره مغفرت او لوی اجر (جنت) دی :

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيراً وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْراً عَظِيماً] (الأحزاب:۳۵).

ژباړه: او د الله ډير ډير يادوونکي (نارينه ) او يادونکې (ښځې ) الله تعالی دغو ټولو ته بخښنه او لويه بدله چمتو کړې ده .

۳- الله تعالی په ذکر کوونکو رحمت نازلوي او ملائکې د هغوی لپاره دعا او بښنه غواړي :

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا * وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلاً ] (الاحزاب :۴۱،۴۲).

ژباړه: ای مؤمنانو ! الله پاک په ډير ډير يادولو سره يادوئ ، او په سبا او بيګا کې د هغه تسبيح وايئ .

وروسته فرمايي : [هُوَ الَّذِي يُصَلِّي عَلَيْكُمْ وَمَلاَئِكَتُهُ لِيُخْرِجَكُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا] (الاحزاب: ۴۳ ) .

ژباړه: دی هغه (ذات ) دی چې پر تاسې درود استوي او پرښتې يې هم ، څو تاسې له تيارو څخه روښنايۍ ته را وباسي .او ( الله ) پر مؤمنانو ډير لوروونکی دی .

ابن عباس رضی الله عنه وايي چې په دې امت باندې د الله تعالی د جانبه د لويو نعمتونو څخه يو دا نعمت دی چې پر مؤمنانو باندې درود (رحمت ) استوي ، د الله تعالی درود د رحمت او برکت په معنی دی او د ملائکو درود د دعا او بښنې معنی لري .

وهذه نعمة من الله تعالى على هذه الأمة من أكبر النعم، ودليل على فضلها على سائر الأمم. وقد قال: “كنتم خير أمة أخرجت للناس” [آل عمران: ۱۱۰]. والصلاة من الله على العبد هي رحمته له وبركته لديه. وصلاة الملائكة: دعاؤهم للمؤمنين واستغفارهم لهم.(تفسير القرطبي سوره الاحزاب ).

۴- د الله تعالی ذکر او عبادت د زړه او روح د اطمنان او ډاډ يوازنی وسيله ده :

لقوله سبحانه وتعالی :[الَّذِينَ آمَنُواْ وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللّهِ أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ] (رعد:  ۲۸)

ژباړه: هغه کسان چې ايمان يي راوړی او زړونه يي د الله پاک په ياد آراميږي ،خبر شئ چې د الله تعالی په يادښت زړونه ډاډمن کيږي .

۵- ذکر او عبادت اصلاً شکر دی او د هغه څخه مخ اړول کفران او ناشکري ده.

[فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُواْ لِي وَلاَ تَكْفُرُونِ] (البقره: ۱۵۲ ) .

ژباړه : نو ما ياد کړئ ( په ذکر، اطاعت او عبادت ) سره چې زه (هم) تاسې ياد کړم ( په ثواب او نعمت ) او زما شکر او باسئ او نا شکري مه کوئ .

د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت نقل شوی دی چې :        «من أطاع الله فقد ذكر الله … ومن عصى الله فقد نسي الله» (رواه البيهقي: ۱/۳۹۳).

يعنې : چا چې د الله تعالی عبادت وکړ هغه الله تعالی ياد کړ ، او چا چې د الله تعالی نافرماني وکړه هغه الله تعالی هير کړ .

سعيد بن جبير وايي : ذکر د الله تعالی عبادت دی نو څوک چې عبادت نه کوي هغه ذکر نه کوي .

عبدالله بن وهب له هشام بن سعيد او هغه له زيد بن أسلم څخه روايت کوي چې : موسی عليه السلام وويل : يا ربه ! څنګه ستا شکر ادا کړم ، رب (جل جلاله ) هغه ته وفرمايل : زما ذکر کوه (ما ياد ساته ) او ما مه هيروه .(تفسير القرطبي ۲/۱۷۱ ، تفسير ابن کثير ۱/۴۶۴ ).

۶- ذکر د الله تعالی د نيکو او خاصو بنده ګانو صفت دی:

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تُلْهِكُمْ أَمْوَالُكُمْ وَلاَ أَوْلاَدُكُمْ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ] (المنافقن :۹) .

ژباړه : ای مؤمنانو ! تاسو دې د الله له ذكر نه نه خپل مالونه غافله كړي او نه خپل اولادونه۔ او هغه څوك چې دا كار وكړي، نو همدغه زیانكاران (تاوانیان) دي.

او فرمايي :[رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ](سورة النور الآية: ۳۷).

ژباړه : هسې سړي يې ثنا او صفت وايي چې تجارت او راکړه ورکړه يې د الله له يادولو د لمانځه له ودرولو ، د زکات له ورکولو څخه نه بې پروا کوي له هغې ورځې نه ډاريږي چې زړونه پکې اوړي را اوړي او سترګې رډې خيږي.

۷- ذکر د الله تعالی د مدد او نصرت وسيله ده :

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُواْ وَاذْكُرُواْ اللّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلَحُونَ] (الانفال: ۴۵ ) .

ژباړه : ای مؤمنانو ! کله چې د دوښمن د کومې ډلې سره مخ شوئ نو پښې مو کلکې کړئ او الله پاک ډير يادوئ ښايي چې بری مو په برخه شي .

۸- د الله تعالی د ذکر څخه غفلت هلاکت او ستره بدبختي ده :

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [ وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى ] (طه: 124).

ژباړه : او چا چې زما له (ياد، عبادت ، او أمر) څخه مخ واړاوه ، نو بې شکه چې د هغه ژوند به تنګ وي او مونږ به هغه د قيامت په ورځ ړوند را پاڅوو .

او فرمايي: [فَوَيْلٌ لِلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُمْ مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ أُولَئِكَ فِي ضَلالٍ مُبِينٍ] (الرمز:۲۲).

ژباړه : پس هلاكت دى هغو كسانو ته چې د هغوى زړونه د الله له ذكره سخت دي، دغه كسان په ښكاره ګمراهۍ كې دي.

او فرمايي: [وَمَنْ يَعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمَنِ نُقَيِّضْ لَهُ شَيْطَاناً فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ] (الزخرف:۳۶).

ژباړه: او هر هغه څوك چې د رحمٰن له ذكر نه اعراض کوي (سترګې پټوي)، (نو) مونږ به په ده باندې یو شیطان مسلط كړو، نو هغه به له ده سره تل ملګرى وي.

دوهم – په سنتو کې د ذکر فضيلت

۱- الله تعالی د نږېوالي وسيله :

له ابی هريره رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى: أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي بِي، وَأَنَا مَعَهُ إِذَا ذَكَرَنِي، فَإِنْ ذَكَرَنِي فِي نَفْسِهِ ذَكَرْتُهُ فِي نَفْسِي، وَإِنْ ذَكَرَنِي فِي مَلإٍ ذَكَرْتُهُ فِي مَلإٍ خَيْرٍ مِنْهُمْ،  (البخاري )

ژباړه: د الله (جل جلا له) ارشاد دی : چې زه خپل بنده سره هغسې معامله کوم څنګه چې دی په ما باندې ګمان کوي او کله چې دی ما يادوي نو زه ده سره يم ، کچيرې دی ما پخپل زړه کې يادوي زه هم دی په خپل زړه کې يادوم او کچيرې دی ما په مجلس او ټولي کې يادوي زه يي د هغه نه غوره ډله چې پرښتې دي يادوم .

۲- ذکر د بنده درجې لوړوي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « سبقَ المُفَرِّدُونَ » قالوا: ومَا المُفَرِّدُونَ يا رسُول اللَّه؟ قال: « الذَّاكِرُونَ اللَّه كَثيراً والذَّاكِراتُ » (رواه مسلم).

ژباړه : مخکې شول مفردون ، (صحابه کرامو) وويل : يا رسول الله مفردون څوک دي ؟ ويې فرمايل : د الله تعالی زيات ذکر کوونکي نارينه او ښځې .

۳- ذکر د زړه احساس ژوندی کوي :

له ابی موسی الأشعري رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«مَثَلُ الذي يَذكُرُ ربَّهُ وَالذي لا يذكُرُه، مَثَل الحيِّ والمَيِّتِ »  (رواه البخاري).

ژباړه: مثال د هغه چا چې د الله (جل جلا له) ذکر کوي او هغه چې غافله وي له ياد د الله تعالی څخه داسې دی لکه ژوندی او مړ .

تشريح : په ذکر سره د زړه احساس ژوندی کيږي چې معروف (نيک کار ) او منکر (بد کار ) ، حق او باطل پيژني او کله چې د زړه احساس مړ شي نه نيک کار پيژني او نه هم د بد کار څخه د انکار کولو کوم احساس پکې وي او نه هم د حق او باطل تر منځ فرق کولای شي .

۴- په ذکر مشغول اوسيدل د صالحانو عمل دی :

عبدالله بن بسر رضی الله عنه وايي چې يو سړي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل :

إنَّ شَرائِع الإسْلامِ قَدْ كَثُرتْ علَي، فَأخبرْني بِشيءٍ أتشَبَّثُ بهِ قال: « لا يَزالُ لِسَانُكَ رَطْباً مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ » ( احمد ، الترمذي باسناد حسن) .

ژباړه: (يا رسول الله !)  د اسلامې شريعت احکام ډير دي ما ته  داسې شی را وښيه چې زه هغه خپل دستور او مشغله جوړ کړم رسول الله صلی الله عليه وسلم  ور ته وفرمايل : د الله پاک په ذکر هر وخت رطب اللسان اوسه (ژبه دې د الله پاک  په ذکر لمده او مشغوله ساته ) .

تشريح : يعنې په هر حالت کې د الله تعالی په ذکر باندې مشغول اوسيدل د صالحانو عمل دی ، لقوله سبحانه وتعالی :[الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ قِيَاماً وَقُعُوداً وَعَلَى جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذَا بَاطِلاً سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ ].

۵- ذکر د الله تعالی د عذاب څخه د نجات وسيله ده :

معاذ بن جبل رضی الله عنه وايي يو سړي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل : « مَا عَمَلَ آدَمِيٌّ عَمَلاً أَنْجَى لَهُ مِنْ عَذَابِ اللَّهِ مِنْ ذِكْرِ اللَّه» (صحيح الجامع ۵۶۴۴ ، لترغيب والترهيب ۲/۳۲۷ ) .

ژباړه: د الله تعالی د ذکر نه زیات دچا بنیادم هیڅ عمل د عذاب قبر نه زیات نجات ورکونکی نشته.

۶- د ذکر او عبادت پرته دنيا ملعونه ده :

له ابی هريره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:

« الدُّنْيَا ملْعُونَة، ملْعُونٌ ما فِيهَا، إلاَّ ذِكرَ اللَّه تَعَالى ، وما والاَه، وعَالما، أوْ مُتَعلِّماً » (رواهُ الترمذيُّ وقال: حديثٌ حسنٌ).

ژباړه : دنيا معلونه ده او څه چې په هغه کې دي ملعون دي ، پرته د الله تعالی له ذکر او عبادت ، عالم او متعلم ( د علم زده کول او بل ته ورښودل ) .

تشريح : د انسان د پيدايښت هدف د الله تعالی عبادت دی ، ځمکه او د هغه مربوط کائنات د انسان لپاره مسخر شوي دي ، څو پورې چې په دنيا کې يو مؤمن هم وي او هغه د الله تعالی ذکر کونکی او عبادت کونکی وي نو موجوده هستي به هم وي مګر کله چې د ځمکې له مخ څخه د الله تعالی ذکر او ياد ختم شي نو بيا به دا هستۍ هم رنګه او له منځه لاړه شي .

۷- د ذکر پرته ژوند تيرول نقصان او خسران دی :

له ابی هريره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:

:« مَنْ قعَدَ مَقْعَداً لم يَذْكُرِ الله تعالى فِيهِ كَانَت عليه مِنَ الله ترَة، وَمَن اضطجَعَ مُضْطَجَعاً لايَذْكرُ الله تعالى فيه كَاَنتْ عَليْه مِنَ الله تِرَةٌ َ» (رواه أبو داود).

ژباړه : څوک چې کوم ځای کيناستو چې هلته يې د الله تعالی ذکر  پکې ونه کړو، دا (عمل) د الله تعالی د ناخوښۍ ملامتيا ده ، او څوک چې کوم ځای کې ډه ډه لګولي وي (څملاستلی وي) او د الله تعالی ذکر يې پکې نه وي کړی نو دا هم د خسارې ، نقصان او د الله تعالی د خفګان سبب دی

۸- ذکر د شيطان د شر څخه د نجات وسيله ده :

جناب نبي کريم صلى الله عليه و سلم فرمايي : «إذا دخل الرجل بيته فذكر الله عز و جل عند دخوله و عند طعامه قال الشيطان: لا مبيت لكم و لا عشاء. فإذا دخل ولم يذكر الله قال: أدركتم المبيت. و إن لم يذكر الله عند طعامه قال الشيطان: أدركتم المبيت و العشاء»

ژباړه: کله چې سړی کور ته د داخليدو په وخت کې او د خوراک په وخت کې الله ياد کړي نو شیطان وايي: تاسې لره نه تخت شته او نه شپه.

او کله چې داخل شي او الله تعالی ياد نه کړي نو وايي: تخت او استراحت ځای مې پيدا کړ، او که د خوراک په وخت کې الله ياد نه کړي شيطان وايي: تخت او شپه مې پيدا کړل (د شپې تيرولو ځای مې پیدا کړ).

ناشر: دعوت نیوز.کام

له ‌خپلو نیکو دعاګانو څخه مو مه هېروئ، جزاکم الله خیراً

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.