د دوو لوڼو او د تره د لمسيانو د ميراث برخه

اسلامي لارښود قدرمنو وروڼو السلام علیکم.
زما یوه پوښتنه ده هیله لرم چه ځواب یې راکړئ.
زما د مور میراث ده صرف یو خور لري چه هغه هم واده شوې ده.
میره یې ژوندۍ ده. خو له کله یې چې خرڅه کړې ده له یو ځل څخه بغیر چې خپلې لور لیدلې ده بیا هیچا نه ده لیدلې خو دومره خبر یوو چې ژوندۍ ده. او د تره زامن یې مړه شوي او میراثي مال یې د تره د زامنو دزامنو په منځ کې ویشل شوي.


ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
کچېرې د مړي ښځه او دوې لوڼې پاتي وي نارينه اولاد ونه لري او د تره د زامنو زامن يې موجود وي ترکه داسې تقسميږي .
د ښځې لپاره 1/8 حصه ده .
لقوله سبحانه وتعالی : فَإِن كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُم (النسآء ۱۲ ) .
ژباړه: او که (مړي) اولاد موجود ؤ نو بيا آتمه ده . .
د دوو لوڼو د پاره 2/3  حصه
لقوله سبحانه وتعالی : يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ فَإِن كُنَّ نِسَاء فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ وَإِن كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ (النسآء ۱۱ ) .
ژباړه : ښوونه کوي الله تعالی تاسې ته د اولادونو د ميراث په هکله چې : د نارينه برخه د دوه ښځو په انډول ده . نو که ښځينه دوه يا تر دوو زياتې وې نو د ټول مال له دری برخو څخه يې دوې برخې دي او که يوه وه نو نيمه برخه يې ده .
باقي مال د تره زامنو ته ورکول کيږي ځکه چې هغوی عصبه دي .
د مسئلې حل :

24

تشريح

1/8

  ميرمن

24(1/8)=3

  په هغه صورت چې مړی اولاد ولري

2/3

     2 لوڼې

24(2/3)=16

  کله چې دوې يا زياتې وي او زامن ور سره نه وي

عصبه

 د تره لمسيان

5

  ورور ، تره په نه موجوديت کې د تره زامن يا لمسيان عصبه دي

د حصو د پوهېدو د پاره که فرض کړو ټوله ترکه 1000 افغانۍ وي نو

د ښځې برخه :125

د دوو لوڼو برخه : 667

او تره د لمسيانو برخه : 208 افغانۍ رسيږي

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.