زما پوشتنه په بضی کودکستانوکی له زنانوو نه ددستگاه په واسطه شیدی ایستل کیژی اوپه کوچینیانو باندی خورل کیژی ایاداخور او ورور دی
احمد فريد وردګ
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
هو په دې باندې رضايت ثابتيږي ځکه په رضايت د شيدو خوړل مطلب وي ځکه د همدغو شيدو څخه تغديه کيږي ، او بدن يې نمو کوي ، هدوکي او غوښي ورڅخه جوړيږي .
د فتاوی معاصر الاسلام سوال جواب څخه په دي اړه پوښتنه شوي ده ، هغه په ځواب کې ليکي : چې رضاع په د شيدو په خوړلو ثابتيږي کچيري کوم طفل د لوښي څخه شيدې و څښي هم رضاع ثابتيږي .
الرضاع المحرِّم لا يتوقف على مص اللبن من الثدي ، بل لو وضع في إناء وشرب منه الطفل ، كان ذلك رضاعاً معتبراً في قول جمهور العلماء .
ويدل على ثبوت التحريم بذلك : ما روى ابن مسعود رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم : ( لا رضاع , إلا ما أنشز العظم , وأنبت اللحم ) رواه أبو داود ، ولأن هذا يصل به اللبن إلى حيث يصل بالارتضاع , ويحصل به من إنبات اللحم وإنشاز العظم ما يحصل من الارتضاع , فيجب أن يساويه في التحريم
الاسلام سوال جواب ، رقم الفتوی 119567
و الله سبحانه وتعالی اعلم