اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
زماپوښتنه د مسافرانه لومونځ په اړه ده زما کور په تګاب ولسوالی کی دی او دنده می په کابل کی ده تقریب ۸۰ کیلومتره لاره ده د چمعی په ورځ کور ته ځم او باقی نوری ورځی په کابل کی یم دا تګ او راتګ زما دا یو کال ادامه لری ایا زه باید همیشه په کابل کی مسافرانه لمونځ وکړم؟
رفيع الله – تګاب
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د قصر يعنې مسافرانه لمانځه د پاره دوه شرطونه دي :
اول د سفر مسافه : کله چې د سفر موقيعت له خپل اقامت ځای څخه ۷۸ کلو متره يا زيات وي .
دوهم د سفر موده : کله چې مسافر د سفر نيت له نمې مياشتې يا پنځلسو ورځو کم وي .
کله چې دغه دوه شرطونه مينځ ته راشي مسافر به مسافرانه لمونځ کوي هغه که هر څومره وخت وي .
«صـلی الفرض الـرباعی رکعتین ولو عاصیا بسفره حتی یدخل موضع مقامه أو ینوی اقامه نصف شهر بموضع صالح لها فیقصر ان نوي فی اقل منه».(الدر المختار شرح تنوير الابصار مع حاشيته رد المحتار: ۱/۵۸۱ )
همدارنګه د چا چې د سفر نيت له پنځلسو ورځو کم وي او د سفر فاصله موجوده وي هغه که هر څومره وخت تيروي د سفر لمونځ به ادا کوي :
«أو ينوي اقامة نصف شهر بموضع صالح لها فيقصر ان نوي الاقامة في اقل منه أي في نصف شهر».
و في الرد:
«(قوله: في اقل منه) ظاهره و لو ساعة واحدة». (رد المحتار: 1/581 ط)
څرنګه چې ستاسې کور ۸۰ کلو متره لري او په کابل کې مو د اقامت يا پاتې کيدو نيت تر پنځلسو ورځو کم دی نو د دايمي مسافر حکم لرئ په کابل کې به مسافرانه لمونځ کوئ
و الله سبحانه و تعالی اعلم