باتور غیرت
ډېری وخت هغه کسان چې خپل وېښتان یې رنګ کړي، لږ موده وروسته او مخکې لة دې چې د وېښتانو ریښې/بېخ يې را وخېژي، احساس کوي چې نور یې د وېښتانو رنګ روڼ او تازه نۀ دی، لکه مصنوعي شیته او بې روحه شوي!
هېڅ فرق نۀ کوي چې تاسو خپل وېښتان پۀ کور کې رنګ کړي او که پۀ یوه سینګارتون کې، له یو څه وخت څخه وروسته ستاسو وېښتان خپله لومړنۍ ښکلا او تازه والی لۀ لاسه ورکوي او د مخکې په څېر به زړه وړونکي نۀ وي. البته زه دا نه وايم چې د رنګ د مارک او د ښلاګر د بلدتیا سره اړیکه نۀ لري مګر ډېر تاسو ملامت یئ ځکه چې له خپلو وېښتانو څخه مو ښه ساتنه نۀ ده کړې!
اوس باید کوم کارونه وکړئ تر څو ستاسو وېښتان تر ډېره ښکلي پاتې شي؟
د وېښتانو د رنګ تمدید کول!
که چرته مو د وېښتانو د رنګ تازه والي ته ډېره پاملرنه کوئ، نو تر ټولو ساده او اسانه لار د وېښتانو بیا ځلې رنګ کول دي.
د دې لپاره چې وېښتان مو ښکلي او تازه معلوم شي؛ نو په هرو شپږو (۶) اونیو کې مو یو ځل وېښتان رنګ او یا هم هایلایټ کړئ. او که چرته مو د وېښتانو رنګ سور وي، نو باید په هرو څلورو (۴) اونیو کې د خپلو وېښتانو رنګ تمدید (بیا ځلې لۀ سره رنګ) کړئ، ځکه چې سور رنګ ډېر ژر کم رنګه کېږي او د پاکوونکو مواده سره لکه شامپو ډېر ژر خپل رنګ او خاصیت لۀ لاسه ورکوي.
د وېښتانو د رنګولو پر وخت لاندې ټکي پۀ پام کې ولرئ!
۱- وېښتان مو مخکې له رنګولو څخه په شامپو مه وېنځئ؛ د رنګ څخه مخکې مو حد اقل ۲۴ ساعته وړاندې باید په خپلو وېښتانو شامپو نۀ وي وهلې، ځکه چې د وېښتانو غوړ د دې لامل/سبب ګرځي چې وېښتان مو ښکلی رنګ او رنګ یې ډېر وخت دوام وکړي.
۲- وېښتان مو هره ورځ په شامپو مه وېنځئ، ځکه چې هره ورځ په شامپو باندې وېښتان وېنځل ستاسو د وېښتانو رنګ له منځه وړي. ډېری خلک عادت لري چې هره ورځ باید وېښتان ووېنځي او ځینې بیا د وېښتانو د خراب والي له کبله اړتیا لري چې هره ورځ باید خپل وېښتان ووېنځي، مګر دا غوره ده چې خپل وېښتان په سړو اوبو ووېنځئ او یا هم یوه ورځ پس/بعد خپل وېښتان ووېنځئ.
سرچینه: (د پوستکي درملنه) پاڼه/Page/صفحه.
۳- د خپلو وېښتانو د وېنځلو لپاره له درملتون څخه یوه د وېښتانو د تقوې شامپو واخلئ، تر څو مو وېښتان ښکلي او تلپاتې شي.
۴- وېښتان مو په ګرمو اوبو مه وېنځئ. ځکه چې ګرمې اوبه مو د وېښتانو رنګ له منځه وړي او د وېښتانو د تویېدو سبب هم ګرځي. سړې اوبه مو د وېښتانو په ښکلي کولو کې درسره مرسته کوي.
که چرته لۀ خپلو وېښتانو سره مینه لرئ! نو
اول: د تافت او د وېښتانو د ځېنو اسپېرې ګانو څخه استفاده مه کوئ، له تافت څخه ګټه اخېستل د دې لامل کېږي تر څو مو وېښتان سپېره او خام رنګه شي. هڅه وکړئ چې په ځینو حالاتو لکه مېهمانۍ/مېلماستیا او د خوښۍ په محفلونو کې لۀ جیل څخه ګټه واخلئ.
دوهم: د ځینو سیمو او څاه ګانو اوبه تروشې وي هڅه وکړئ چې هېڅ کله په تروشو اوبو خپل وېښتان ونه وېنځئ، کنه نو پۀ لنډه موده کې به مو وېښتان کمزوري او توی شي.