السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
الله تعالی دی وکړی چی روغ جوړ صحتمنده یاست
زما پوشتنه ده هغه داده چی زه د خپل کفیل سره کار کوم په سعودی ماته 1500ریاله معاش راکوی او زما غوندی کاریګرو معاشونه 2500 ریاله دی ماترینه خواهش وکړو د معاش د زیادت خو ماته وایی چی ویزه دی ختمه وم که خوښه دی داده کنه ویزه دی ختموم درته زه ورنه تنزل غواړم د اقامی حول کول بل ته تحویل نه راکوی تنزل نه راکوی ماته وایی یابه دی ویزه ختموم او یابه کار کوی
نو ایا زه کولی شم چی د خپل معاش مطابق د هغه د روپونه خپل معاش واخلم هغه پدی نه پوهیږی که زه خپل معاش مطابق روپی واخلم
که ځواب یی راته راکړی الله تعالی مو اوبه ښه
جميل الرحمان – سعودی عربستان
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
که د تاسې د کار او لياقت وړتيا د نورو سره يو شان وي نو تاسې د اجرت مثل د وړانديز حق لرئ اجرت مثل هغه اجرت ته وايي څه چې عام رواج وي ، او که بيا هم تاسې ته اجرت مثل نه درکوي او تاسې ته بل ځای کار نه پيدا کيږي نو په همدې معاش صبر وکړئ الله تعالی به په همدې کمه اجره کې برکت در ته واچوي .
دا چې ستاسې مالک اجرت مثل نه درکوي د اسلامي شريعت له مخې ظلم دی او د کم اجرت په مقابل کې د مزدور څخه د زيات کار اخيستل دي چې ظلم او خيانت دی .
مګر تاسې ته جايزه نه ده چې پخپل در سپارل شوې مسئوليت کې خيانت وکړئ بلکي د امت خيال به ساتئ .
الله جل جلا له د مؤمنانو په صفاتو کې فرمايي : وَالَّذِينَ هُمْ لأمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ (٨)] (مؤمنون/8) « او هغه کسان چې د خپلو امنتونو او وعدو رعايت کوي » .
قال الله تعالى : ( إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا ) النساء /58 .
وقال النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( أَدِّ الْأَمَانَةَ إِلَى مَنْ ائْتَمَنَكَ ، وَلا تَخُنْ مَنْ خَانَكَ ) . رواه الترمذي (1264) يعنې : چا چې تا ته امانت سپارلی وي د هغه خيال ساته ، او چا چې ستا سره خيانت وکړ ته د هغه سره خيانت مه کوه
اللجنة الدائمة په اړه ليکي :
وسئلت اللجنة الدائمة : عن رجل يعمل في بقالة وصاحب العمل لا يعطيه راتبه إلا كل أربعة أشهر أو ستة ، فهل يجوز له أن يأخذ راتبه الشهري من أموال البقالة التي يعمل بها بدون علم صاحبها ؟
د لجنې څخه د يوه سړي په باب پوښتنه شوي ده چې هغې د بقالی کار کولو د هغه مالک څلورو يا شپږ مياشتې د هغه اجرت ځنډوي نو هغه ته دا روا ده چې خپل د بقالی کار مياشتنې اجرت د مالک څخه په پټه واخلي .
فأجابت : لا يجوز لك أخذ راتبك من البقالة التي تشتغل فيها بدون علم صاحبها وإذنه لك بذلك ، وعليك بمطالبة صاحب العمل بمرتبك ، فإن أبى فإنك تقوم برفع شكايتك إلى الجهة المختصة لتلزمه بذلك اهـ . “فتاوى اللجنة الدائمة” (15/145)
نه هغه ته دا رواه نه ده چې د خپل کار حقوقو د مالک څخه په پټه يا د هغه د اجازې پرته واخلي ، هغه بايد د خپل مالک څخه د حق غوښتنه وکړي ، او خپل شکايت دې مربوط مقام ته پيش کړي .
و الله سبحانه و تعالی اعلم