د زينت أحکام
اسلام د ښځې په زينت او سينګار باندې زيات اهتمام کړی دی او هغه څه يې ورته مباح کړې دي چې د نارينه لپاره يې نه دې جايز کړې لکه : ابريشم او د سرو زرو زيورات،سور او زيړ رنګ جامه او د سر د ويښتانو پريښودل مګر د دومره زيات اهتمام سره سره يې د هغې د عفت او حيثيت د ساتنې لپاره پولې او ضوابط ټاکلي دي چې ځنې په لاندې توګه دي:
اول : دا چې د نارينه سره مشابهت کول به پکې نه وي .
دوهم: دا چې د کافرو، اهل بدعت او اهل فساد سره مشابهت به پکې نه وي .
دريم : دا چې په دغه زينت کې به بدن ته ضرر نه وي «لاضرر و لا ضرار في الاسلام» (په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي).
څلورم: دا چې اسراف به پکې نه وي ځکه چې په شريعت کې اسراف کول حرام دي.
پنځم: دا چې د الله تعالی په خلقت کې بدلون راوستل به پکې نه وي، لکه: د خال وهل، د وريځو د ويښتانو جوړول او نور.
شپږم : دا چې فريب او دوکه به پکې نه وي ځکه چې فريب او توکه کول حرام دي.
اووم : په حرام شي سره زينت کول به پکې نه وي .
آتم : او د زينت ښکاره کول بيګانه خلکو ته جواز نه لري،[وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا] (او خپل سينګار دې نه ښکاره کوي پر ته له هغه چې خپله څرګند شي).
لومړی بحث : د ويښتانو زينت :
اول- د سر ويښتانو څه ډول جوړول :
هرې ښځې ته لازمه ده چې د خپل سر د ويښتانو ساتنه وکړي، نظافت يي وساتي، پاملرنه ورته وکړي د کوڅيو په ډول يي جوړ کړي مګر د ښځو لپاره روا نه ده چې د سر ويښتان د سر په وسط او يا د سر په څټ کې غونډ کړي.
نن ورځ ځينې مسلماني ښځي د خپل سر ويښتان په يوه طرف د سر کې غونډوي، يا يي د سر څټ ته راټولوي او يا يي د سر پاسنۍ برخې ته ټولوي او د اوښ د بوکام په شان يې درولي وي په همدغه شکل سره فرنګی ښځې هم آرايش کوي.
مسلمانو ښځو! واروئ داسې کول حرام دي په اړه يې سخت وعيد راغلی دی.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«صنفان من أهل النار لم أرهما. قوم معهم سياط كأذناب البقر يضربون بها الناس. ونساء كاسيات عاريات، مميلات مائلات، رؤسهن كأسنمة البخت المائلة، لا يدخلن الجنة، ولا يجدن ريحها. وإن ريحها ليوجد من مسيرة كذا وكذا»[1].
ژباړه: په دوزخ کې دوې ډلی داسې دی چې تر اوسه ما نه دي ليدلې يو هغه ډله چې د هغوی په لاسونو کې د (غوايي د لکۍ په شان) قمچينه وي چې په هغې سره دوی نور خلک وهي دوهمه ډله هغه ښځې دي چې د جامو باوجود بربنډې وي (نری او باريکې جامې اغوندي) چې خلکو ته به خپل مذموم حرکات ښکاره کوي د هغوی سرونه به د اوښ د بوکام په شان وي دوی به نه جنت ته داخليږي او نه د جنت بوی له دومره دومره فاصلې څخه مومي.
دوهم : د سر د ويښتانو خريل :
بايد چې هره مسلمانه ښځه د خپل سر ويښتان پرېږدي د ضرورت نه بغير د ويښتو خريل حرام دي.
په دليل د دغه حديث شريف: «نَهَی رسول الله صلي الله عليه وسلم ان تَحلِقَ المَرأَةُ رَأسَها»[2] .
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم ښځه د ويښتانو د خريلو نه منع کړې ده.
ملا علي قاري الأفغاني په کتاب د «المرقاة شرح المشکاة» کې ويلي دي: قوله: «ان تحلق المراة راسها»،يعنې: د ښځې د پاره د سر د ويښتانو خريل منع دي .
د سر ويښتان د ښځې په حسن او ښکلا کې ډېره ونډه لري لکه د نارينه وو لپاره چې په ږيره کې جمال او ښکلا ده.
دريم : د ويښتانو کمول :
که چير ي د ښځې موخه د سر د ويښتانو د لنډولو څخه د کفارو ښځو او د نارينه وو سره مشابهت او تقليد وي نو بې له شکه دغه کار حرام دی.
په دليل د دغه حديث شريف :«لعن الله من المتشبهين بالنساء و المتشبهات بالرجال« .
و جاء في الدر المختار :
و فیه (المجتبی) قطعت شَعر رأسها أثمت و لعنت، و زاد فی البزازیـة: و ان کان بـاذن الزوج لأنه لا طاعة لمخـلوق فی معصیة الخالق.[3]
ژباړه : د ښځې لپاره د سر د ويښتانو لنډول ګناه او د لعنت سبب دی، او بزازیه زیاتوي: او که د خاوند اجازت او يا حکم هم وي نو د هغه اطاعت واجب نه دی ځکه د خالق په نافرمانۍ کې د مخلوق فرمانبرداري نشته.
د عربستان پخوانی مفتي شيخ محمد ابراهيم پخپل کتاب مجموع فتاوی کې ليکي:
د ويښتانو لنډولو رسم او رواج چې په ډېرو اسلامي هيوادونو کې شتون لري دا طريقه او عادت د فرنګيانو ښځو دی او په بشپړ ډول د مسلمانو ښځو د عرف او عاداتو مخالف عمل دی او دا د هغه انحرافاتو له ډلې څخه دی چې له بده مرغه زمونږ په دين، اخلاقو او د ژوندانه په ډېرو نورو چارو کې يې هم نفوذ کړی دی وروسته له دې په ځواب ددې حديث کې «وَكَانَ أَزْوَاجُ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَأْخُذْنَ مِنْ رُءُوسِهِنَّ حَتَّى تَكُونَ كَالْوَفْرَةِ».
داسې وايي: د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارکو ميرمنو د آن حضرت صلی الله عليه وسلم د وفات وروسته د سر ويښتان لنډول البته د ژوندانه په وخت کې به يې د خپل ځان سينګار کولو او غوره سينګار يې د سر ويښتان وو، وروسته د آن حضرت صلی الله عليه وسلم له وفاته د هغوي لپاره ځانګړی حکم وو چې د ځمکې پر مخ د هيڅ ښځينه د پاره هغه حکم نشته، ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مبارکو ميرمنو د پاره د بل چا سره نکاح کول منع وو او هغوی د واده کولو څخه بالکل ناهليې وې هغوی د رسول الله صلي الله عليه وسلم د وفات په سبب ټول ژوند د عدت د دوري د تيرولو په شان وې چې د مرګ تر لحظي پورې محبوسې وې او د واده حق يي د هيچا سره نه درلود.
څلورم، د ويښتانو وصلول :
لکه څنګه چې مسلمانې ښځې ته له کوم عذر او ضرورت پرته د ويښتانو خريلو او يا لنډولو جواز نه لري، په همدې شان د ويښتانو له پيوند کولو او يا له خپلو ويښتانو سره د نورو ويښتانو وصلولو څخه هم منع شوې ده، او همدارنګه د سترګو د باڼو سره د مصنوعي باڼو وصلول منع دي،په دليل د دغه حديث چې په صحيح بخاري او مسلم کې راغلي دی: «لعن رسول الله صلی الله عليه وسلم الواصلة والمستوصلة».
ژباړه: رسول الله صلي الله عليه وسلم لعنت ويلای دي پر هغه ښځه چې ويښتان له نورو ويښتانو سره پيوند کوي او همدا شان هغه ښځه چې دغه کار کوي.
د «الواصلة» څخه مطلب هغه ښځه ده چې خپل ويښتان له نورو ويښتانو سره پيوند کوي او د «المستوصلة» څخه مطلب هغه ښځه ده چې دغه د پيوند کولو کار تر سره کوي (آرايشګاه).
پنځم : د وريځو د ويښتانو ايستل حرام دي:
د وريځو د ويښتانو ايستل حرام او دا بحث په ښځو کې د ناوړه دودونو په بيان کې تير شوی دی.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:« لَعَنَ اللَّهُ الْوَاشِمَاتِ وَالْمُسْتَوْشِمَاتِ ، وَالنَّامِصَاتِ وَالْمُتَنَمِّصَاتِ…»[4] (رواه بخاری).
ژباړه: {الله تعالی لعنت کړی څوک چه خال وهي او هغه چه د خال وهلو خيال وکړي،او هغه څوک چه وروځې نرۍ جوړوي او هغه چې د وروځو د نری جوړولو خيال کوي}.
ضروري مسائل:
د مخ لاسونو او پښو څخه د اضافي ويښتانو لرې کول جايز دي؟
جواب:هو د ښځې د پاره د خاوند په اجازه د ورېځو پرته د مخ لاسونو، پښو د ويښتانو لرې کول جايز دي[5].
د مصنوعي ويښتانو ګنډل او ايښودل څه حکم لري؟
ځواب : کچيرې د چا ويښتان د کوم مرض یا سوزيدو يا بله وجه تويي شي او يا يې د سر کومه برخه پکه وي نو هغه ته د عيب د مينځه وړلو د پاره دا جايز ده چې د سر د ځنو برخو ويښتان وباسي او هغه په تويي شوې او پکه شوې برخه کې وکري.
جاء في مجتمع فقه اسلامې : تجوز زراعة الشعر لمن سقط شعره لمرض أو حادث، لأن ذلك من باب إزالة العيب ( قرار مجمع الفقه الإسلامي المنبثق عن منظمة المؤتمر الإسلامي المنعقد في دورته الثامنة عشرة في (ماليزيا) من 24 إلى 29 جمادى الآخرة 1428هـ،الموافق 9– 14تموز (يوليو)2007م، ).
پنځم : د ويښتانو رنګول :
لومړی د مؤمن مسلمان د سپينو ويښتانو فضيلت :
سپين ويښتان او په اسلام کې د ويښتانو سپين والی د مؤمن نارينه او ښځينه عزت، وقار او په قيامت کې نور دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «مَنْ شَابَ شَيْبَةً فِي الاسلامِ کَانَتْ لَهُ نُوراً يَومَ القِيامة » [6].
ژباړه : چا چې په اسلام کې یو ويښته سپين کړ نو هغه لره به په قيامت کې نور وي.
و فرمايي: «الشَيْب نُور المؤمن، لا يَشيبُ رَجُلُ شيبةً في الاسلام الا کانَتْ لهُ بِکل شَيبةٍ حسنَةً و رَفَع بها دَرَجةً »[7]
ژباړه : سپين ويښتان د مؤمن نور دی، څوک چې په اسلام کې ويښته سپين کړي نو د هر ويښته په بدل کې به هغه لره يو نيکي وي او په هغه سره به يې یو درجه لوړيږي.
او د سپينو ويښتانو ايستل منع دي په حديث شريف کې راغلي« لاَ تَنْتِفُوا الشَّيْب،فَإنَّهُ نُورُ المُسْلِمِ يوْمَ الْقِيامةِ »[8]
ژباړه: سپين ويښته مه باسئ ځکه چې سپين ويښته د قيامت په ورځ د مؤمن لپاره نور وي.
د سپينو ويښتانو تغير او رنک:
د تور رنګ څخه پرته سور او نور رنګونو باندې د سپينو ويښتانو بدلون او رنګ جايز دي،رسول الله صلی الله عليه وسلم د ابوبکر صديق رضی الله عنه پلار ته وفرمايل:
« غَيِّرُوا هَذا واجْتَنبُوا السَّوادَ »[9].
ژباړه: دا سپين والی په رنګ سره تغير کړه او له تور رنګ څخه پرهيز کوه .
حتی په نکريزو باندې د ويښتانو سره کول مستحب دي[10].
مګر په تور رنګ باندې د ويښتانو رنګ کولو په اړه منع راغلي ده « واجْتَنبُوا السَّوادَ » او په اړه يې د علماوو تر منځ اختلاف دی چې ځنې وايي مکروه دی او ځنې وايي حرام.
ابن عباس رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «يكونُ قومٌ يخضِبُون في آخرِ الزَّمانِ بالسَّوادِ كحَواصِل الحمامِ لا يَرِيحون رائحةَ الجنَّةِ»[11].
ژباړه: په آخر زمان کې به داسې خلک وي چې دوی به تور رنګ لګوي لکه د کوترو سينې، هغوی به د جنت بوی هم و نه ويني .
امام نوَوي رحمه الله په شرح مسلم (۱۴/۸۰) کې وايي : صحيح قول دا دی چې په تور رنګ رنګول حرام دي او ځنې وايي مکروه دي خو مختار قول حرمت دی په دليل د دغه حديث شريف : «و اجتنبوا السَّوَاد » .
و الله سبحانه وتعالی اعلم .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1] – رواه مسلم:۲۱۲۸.
[2] – رواه الترمذي و النسائي.
[3] – . الدرالمـختار مـع لرد: ۵/۲۸۸.
[4] – رواه البخاري.
[5] – الفتاوي الهندية:۵/۳۵۸، رد المحتار:۵/۲۶۴، فتاوي رشيديه:۴۸۵، جديد فقهي مسائل.
[6] – روا البيهقي، ابن حبان و السلسة الصحيحة:۳/۲۴۸و صحيح الجامع:۶۳۰۷.
[7] – رواه البيهقي و صحيح الجامع: ۳۷۴۸.
[8] – رواهُ أبو داودَ والتِّرْمِذِي، والنسائِيُّ بأَسَانِيدَ حسنَة، قَالَ الترمذي: هُو حديثٌ حَسَن.
[9] – رواه مسلم .
[10] – جاء في حاشيه ابن عابدِين (۵/۴۸۱):قال علامة المشايخ انه مکروه، بعضهم جوزه، مروي عن أبي يوسف أما بالحُمرة فهو سنة الرجال و سيما المسلمين، جاء في فتاوی اللجنة الدائمة (۵/۱۸۵): تغير الشَّيب بِصَبغِ شعر الرأس و اللحية بالحناء، و نحوهما: جايز، بل مستحب و تغیيره بالصَبغ الأسود لايجوز .
[11] – صحيح الجامع : ۸۱۵۳، صحيح الترغيب :۲۰۹۷و سنن أبي داود، اسناده صحيح :۴۲۱۲.