اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
الله (ج) دې اجر درکړي چې دومره نیک کار ته مو لاس اچولې
زه یوه پوښتنه لرم او هغه دا چې د خوګ د غوښې خوړل ولې حرام دي، صرف دومره خبر یم چې مردار دې، خپل فاضله مواد خوري، او بل یهودیان عیسویان ولې د خوږ غوښه ډیر خوري ولې د دې پر ځاې د سپیو او نورو مردار ځناورو غوښه نه خوري. که په تفصیل سره جواب راکړۍ ډیره مهرباني به مو وي.
امیرمحمد اهنګر – ناروې اوسلو
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د خنزير غوښه ځکه حرامه ده چې اسلامي شريعت هر هغه څه حرام ګرځولي دي کوم چې د انسان د عقل او صحت د پاره مضر وي .
الله جل جلا له فرمايي : وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ (الاعراف ۱۵۷)
الطيبات (پاک څيزونه ) ټول هفه شيان کوم چې په هغه کې د انسان د بدن د پاره ګټه وي ، بدن ته مضر نه وي ، عقل ته مضر نه وي ، او هغه شيان چې د انسان بدن ته زيان رسوي ګټور نه وي نا پاک او خبائث بلل کيږي .
او بل دا چې د اسلام عمومي قاعده چې (لا ضرر ولا ضرار ) په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي .
د خنزير غوښه د انسان بدن ته ضرر رسوي او د خنزير په غوښه کې ډير جراثيم کشف شوي دي .
او بل علماء ليکي چې دا يوازنی حيوان دی چې غيرت نه لري او په دې حيوان کې همجنس بازې هم شتون لري چې د غوښې په خوړلو سره يې دغه بد عادت انسان نقليږي .
و الله سبحانه وتعالی اعلم